Asset 1SWN

اېس‌کا شرکت د مصنوعي ځیرکتیا چیپونو برخه کې ۷۵میلیارډ ډالره پانګونه کوي

۱۱۲۱۲۲۱۲

د سوېلي‌کوریا د «چېپ جوړولو» اېس‌کا «SK» شرکت وايي چې تر ۲۰۲۸کال به د مصنوعي ځیرکتیا چېپ جوړولو برخه کې ۷۴.۶ میلیارډ ډالره پانګونه وکړي.

دغه پانګونه به دې شرکت سره مرسته وکړي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته خپل چیبونه پیاوړي او پرمختللي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اېس‌کا کمپۍ په نړۍ کې د چیپ جوړولو دویم نړیوال شرکت دی چې تر ۲۰۲۶کاله به ۸۰ ټریلیون وون د مصنوعي ځیرکتیا او نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه شرکت په دې لټه کې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته به خپل تر ټولو لوی چیپ «HBM» پر تولید تمرکز ولري او بازار کې خپلو سیالانو سره سیالي زیاته کړي.

سوېلي‌کوریا نړۍ کې د چیپ جوړولو تر ټولو ستر شرکتونه لري چې لومړي ځای کې سامسنګ الکټرونیک او دویم ځای کې اېس‌کا شرکت د چې د چیپ جوړولو بڼې، حافظې او نورو ځانګړتیاوو له امله له خپلو سیالانو وروسته پاتې شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سوېلي‌کوریا حکومت روان کال لومړیو کې ۱۹ ملیارډ ډالره کڅوړه اعلان کړه چې له مخې به یې، د چیپ جوړولو ډیزاین، نوې بڼې ترڅنګ، نورو اړتیاو باندې کار وکړي او بازار کې خپل ځای بېرته ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام