Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل؛ ګجرات نن له کلکتې سره لوبه کوي

aa210323-9dc8-4bae-af26-560e750be86b

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن د دغه لیګ په ۶۳مه لوبه کې کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله له ګجرات ټایټنز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، مې ۱۳مه د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې د سږني لیګ بل پړاو ته لاره موندلې او دا مهال د سیالیو جدول په لومړي ځای کې شتون لري.

یادې لوبډلې له کړیو ۱۲ لوبو څخه نهه ګټلي او درې یې بایللې دي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی رحمن‌الله ګربز هم دې لوبډلې سره لوبېږي. ترڅنګ یې د ملي لوبډلې بل لوبغاړی الله محمد غضنفر هم دې لوبډله کې دی.

د نن ورځې سیالي کې تر ډېره هېلې دا دي چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمن‌الله ګربز ته به د لوبېدو چانس ورکړل شي.

په ګجرات ټایټنز لوبډله کې بیا راشدخان، نوراحمد او عظمت‌الله عمرزی هم لوبه کوي. ګجرات لوبډله چې دا مهال د سیالیو جدول اتم ځای کې شتون لري، له کړیو ۱۲ لوبو یې یوازې پنځه هغه ګټلي او پاتې یې بایللې دي.

یاده لوبډله تر ډېره بل پړاو ته د ورتلو چانس له لاسه ورکړی او که خپلې پاتې لوبې وګټي، بیا هم نه‌شي کولای چې د څلور غوره لوبډلو په ډله کې راشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو درېوو لوبو کې دوه ځلې ګجرات ټایټنز او یو ځل کلکتې بریاوې خپلې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام