د چاپېریال ساتنې ادارې کابل پوهنتون کې د “نورستان طبیعي ښکلا، کلتوري او اقتصادي ارزښتونه او د چاپیریال ساتنې اړتیا” تر سرلیک لاندې علمي – څیړنیز سیمینار پیل کړ.
د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص (یکشنبه، جوزا ۱۱) وویل، د دغه سیمینار له جوړولو څخه موخه د طبیعي سرچینو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړول او د دوامداره اقتصادي فرصتونو رامنځته کول دي.
دی وايي، د نورستان ملي پارک د ساتنې لپاره د نړیوالو ادارو ملاتړ جدي اړتیا ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اخوا، د وحشي ژوو د ساتنې سازمان اجراییوي رییس محمد ایوب علوي چې ياد علمي – څیړنیز سیمینار کې یې برخه اخیستې وايي، دامهال د نورستان ملي پارک ځنګلونه په لویه کچه پرې کیږي چې سرپرست حکومت يې باید د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
د یادونې ده چې نورستان د تېر حکومت پرمهال شاوخوا پنځه کاله وړاندې د هیواد درېیم ملي پارک ونومول شو.