Asset 1SWN

 پاکستان کې د خپل‌منځي شخړو له امله اته کسان وژل شوي

PESHAWAR PAKISTAN, JANUARY 30: Ambulances are seen at the site following a blast inside a mosque during midday prayers in the northwestern city of Peshawar, Pakistan, on January 30, 2023  At least 32 people have been killed and 150 injured in a bombing at a mosque which was located inside a compound that includes the headquarters of the provincial police force and a counter-terrorism  A section of the building was destroyed and officials say people are buried under the rubble. (Photo by Muhammad Reza/Anadolu Agency via Getty Images)

د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې پولیس وايي چې د یاد ایالت اړوند سیمو کې د خپل‌منځي شخړو له امله اته کسان وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، لومړۍ پېښه کې چې د یاد ایالت په مردان سیمه کې رامنځته شوې، یوه کس خپل پلار او دوه ورونه په ډزو وژلي او مور یې ټپي کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پېښه چهارشنبه، جون ۱۹مه رامنځته شوې چې دغه کس هم وروسته خپل ځان‌ وژلی دی.

رسنیو د پولیسو له قوله ویلي چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې. پولیسو خپلو لومړنیو څېړنیو کې په ډاګه کړې چې دغه کس رواني ستونزې درلودې او په کوچنۍ خبره به یې کور کې شخړې کولې.

بل‌خوا د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا ایالت په جمرود کې هم د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله څلور کسان وژل شوې دي.

پولیسو په وینا، نښته د ملکیت پر سر د تره زامنو ترمنځ شوې چې له کبله یې څلور کسان په‌کې وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ایالت او د پاکستان په نورو سیمو کې هم ورته پېښې شوي چې له کبله یې ځینو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې یې ټپیان شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام