د زابل امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوې دي.
د زابل ارغنداب ولسوالي امنیه قومندان حاجي نورلله صدیقي وایي، دغه پُلونه د امنیه قومنداني په همکاري او د خلکو په مالي ملاتړ تېرکال جوړ شوې دي.
نورالله صدیقي د ارغنداب ولسوالي میدان سیمه کې د یادو پُلونو له ډلې څخه د یو تازه جوړ شوي پُل، د ګټېاخیستنې مراسمو کي وویل: «دا پُل نن ګټېاخیستنې ته وسپارل شول. ۲٬۵ میلیونه افغانۍ لګښت باندې راغلی. له دغه سره اته پلونه نور هم مخکې د سیمې خلکو او چارواکو په همکارۍ جوړ شوې دي.»
د دې پروژې څارونکی انجینیر عبدالوارث وايي چې دغه پُلونه د کیفیت له پلوه پر معیار برابر جوړ شوې دي.
هغه وویل: «دا موږ په پوره معیار سره جوړ کړي دي. کومو موټرانو ته چې پر پاخه سړاکانو اجازه شته، پر دې پلونو یې هم اجازه شته. په دې ویاړو چې خپل په وطن او ولسوالي کې دا ډول خدمت کوو.»
بلخوا د ارغنداب اوسېدونکي وايي چې د یادو پلونو له جوړېدو مخکې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. دوی زیاتوي چې د پلُ نشتون له امله ناروغانو روغتون ته پر وخت نشوای رسولی او په وینا یې، اوس یې، دغه ټولې ستونزې حل شوې دي.
د یادې ولسوالي اوسېدونکي منصوراحمد وویل: «په دې سره ټول خوشحال دي، که ځوان دی که سپین ږیری دی، که ماشوم دی، که هغې غاړې خلک دي، که د سیند د دې غاړې خلک دي، ټول خوښ دي.»
د ارغنداب ولسوالي امنیه قومنداني د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالي کې درې نور ورته پلُونه هم تر کار لاندې دي او د چارو تر بشپړېدو وروسته به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.