د لوی اختر په درشل کې د کابل ښار یوشمېر ځوانان سلاموطندار ته وايي چې اختر ته یې ځانګړی چمتووالی نیولی او پلان لري، د خپلو ملګرو او خپلوانو سره یوځای اختر ولمانځي.
په دې راپور کې له ۲۰ نجونو او هلکانو سره خبرې شوي چې له ډلې یې، ۱۸ هغو ویلي، د اختر لپاره د نویو جامو جوړولو ترڅنګ، د وچې او تازه مېوو پلور، قربانۍ سربېره، د خپلو، خپلوانو او ملګرو لیدو لپاره ولایتونو ته هم سفر وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل اوسېدونکی سیدمحبالله وايي، پلان لري چې له خلپو ملګرو سره یوځای د لوی اختر ورځو کې تفریحي ځایونو ته لاړ شي او قرباني وکړي.
نوموړي وویل: «د اختر رانږدېکېدو سره انسان ښه حس لري، د اختر لومړۍ ورځ به پر قربانۍ بوخت یوو او دویمه ورځ مېلمانه لرو، له هېواد بهر راځي، ښار کې به یې وګرځوو او د اختر درېیمه ورځ هم پغمان او باغ بالا ته چکر ځوو له ملګرو سره او کاغذپراني به وکړو.»
د کابل اوسېدونکې ماصوا احمدي بیا وايي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د اختر لپاره پر تیارۍ بوخته ده. «د اختر لمانځنې لپاره پر پاککارۍ او د کور وسایلو کې پر بدلون بوختې یوو. تصمیم دی چې د اختر لومړۍ دوه ورځې په کور تېرې کړو او درې یمه ورځ د خپلو خپلوانو کور ته لاړ شو. ښه احساس لرم، ځکه کولای شم د اختر ورځو کې مې ملګرې ووینم.»
د کابل یوه بله اوسېدونکې زحل چې خیاطي کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابروي، وايي د اختر ورځې ښه فرصت دی چې خپل ملګري او خپلوان وویني. «د اختر رانږدې کېدو ورځې دي او دې ورځو کې مو کار ډېر وي، کله کله ستړې کېږو او کله هم د کار له امله مو ښه حس لرو. پلان لرو چې اختر کې تفرېحې وکړو، ځکه اختر کې ډېرې بوختیاوې وي او لږ فرصت لرو، نو په همدې خاطر کوښښ کوو چې فرصت پیدا کړو.»
ليزا عمري چې په يوه یوې تصویري رسنۍ کې کار کوي، وايي، د اختر لمانځلو ترڅنګ يې د دفتري کارونو لپاره هم پلان جوړ کړی دی. نوموړې وویل: «له ستونزو سره-سره مې د اختر جامې اخیستې، کور مې پاک کړی او د اختر مېوه مې چمتو کړې. خو زه باید په خپل کار ځای کې اوسم او خلکو ته خدمت وکړم.»
خو یوشمېر نور ځوانان بیا وايي چې د کمزوري اقتصاد له امله نهشي کولای، هغه ډول چې دوی یې غواړي، اختر ونمانځي.
د کابل اوسېدونکي انوش وویل چې د تنګسې له امله یې اختر ته چمتووالی نهدی نیولی. «د اختر لپاره حس او خوشحالي نهلرم، د پیسو نشتون له امله مې نه تېر او نه هم دې اختر ته جامې کړي، حتا یوه جوړه جورابې مې هم نهدي اخیستي، له همدې امله اختر ته هېڅ امادهګي نهلرم او کور کې به یم.»
د کابل یوبل اوسېدونکی شمایل موسوي وايي: «که ووایم چې خوښ یم، ښايي رښتیا مې نهوي ویلي، دې اختر ته خاص پلان نهلرم، ځکه پارکونه تړلي دي، یوازې به د خپلوانو او ملګرو لیدو ته لاړ شم.»
بلخوا یوشمېر ارواهپوهان وايي چې اختر د اندېښنو لهمنځه وړو او ژوند ته د انګېزې رامنځته کولو لپاره ښه فرصت دی.
ارواهپوه هبتالله ابراهیمخېل وايي: «موږ ډېر ځوانان لرو چې خپګان لري، دوی مایوسه دي او ډېرې ستونزې لري؛ د اختر رارسېدل د ځوانانو پر روحیه مثبت اغېز لري. ځکه چې د شته ستونزو او ننګونو سره-سره کله چې موږ نوې جامې اخلو یا خپلو ملګرو کور ته ورځو، دا د ځوانانو روحیې ته مثبته انګېزه ورکوي.»
د ټولنیزو مسایلو کارپوه راشد صدیقي وویل چې د اختر ورځو نمانځنه کولای شي، د ځوانانو ټولنیزو اړیکو پراختیا برخه کې مرسته وکړي. «کله چې انسان خوشحاله وي، هڅه کوي له نورو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او خپلې خوښۍ له نورو سره شریکې کړي. د خلکو د خوښۍ ډېر لاملونه شته چې له دې لاملونو څخه یو هم دا اختر دی چې د خوښۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو لامل کېږي.»
افغانان هرکال اختر ته په خوښۍ هرکلي کوي، نوې جامې اغوستل، د وچې او تازه مېوې چمتو کول او د مېلمنو ښه راغلاست د اختر په ورځو کې د هېوادوالو له پخوانیو دودونو څخه دي.