Asset 1SWN

سلام وطندار

کوچنی اختر؛ کابل کې د کسب‌ګرو او پلورونکو کاروبار تود شوی

260296ad-e1f1-4b37-90be-72c999f58266

د کوچني اختر په رانږدې‌کېدو سره د کابل ښار بازارونو کې ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې او د کسب‌ګرو او هټۍ‌والو کاروبار تود شوی دی.

یوشمېر کسب‌ګر او هټۍ‌وال وایي چې د اختر په رانږدې‌کېدو سره د دوی په کارونو کې د پام وړ بدلون راغلی او پېردونکي یې ډېر شوي دي. احمدسالم چې د کابل ښار د یوې غالۍ مینځلو کارځای مدیر دی، وایي، په دې ورځو کې يې کارونه شاوخوا ۹۰سلنه زیات شوي دي.

هغه وايي: «زموږ د غالیو مینځلو کارونه د کوچني اختر په رانږدې کېدو ډېر شوي دي او د نورو میاشتو په پرتله شاوخوا ۹۰سلنه زیات شوي. مخکې موږ په اوونۍ کې لس تر شل غالۍ مینځلې، خو اوس هره ورځ تر پنځوس قالینو رسېږي او کله کله تر پېشلمي هم کار کوو.»

همدارنګه، رنګمال مطلع‌الله او د کیک او کلچو پلورونکی سجاد هم وایي چې د اختر په رانږدې کېدو سره یې کاروبار ښه شوی او پېردونکي یې ډېر شوي دي.

سجاد څرګندوي: «زما کاروبار د اختر په رانږدې کېدو سره ښه شوی او ډېر ګټه ور دی، ځکه خلک اختر لمانځي. موږ هم فابریکه لرو او هم دوکان، مخکې زموږ کاروبار څلوېښت سلنه و، اوس تر اویا سلنې رسېدلی دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کسبګر یادونه کوي چې نږدې یوه میاشت وړاندې داسې ورځې هم وې چې بې‌کار پاتې شوي وو، خو اوس د اختر د را رسېدو سره هر څه بدل شوي دي.

اختر د مسلمانانو له مهمو مذهبي جشنونو څخه دی چې د افغانستان په ګډون په اسلامي هېوادونو کې په ځانګړي شوق او خوشحالۍ لمانځل کېږي.

خلک د خپلې مالي توان له مخې نوې جامې اخلي او تازه او ځانګړي خوړو ته ځان چمتو کوي، څو د اختر ورځې هرکلی په خوښۍ او جشن سره وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام