پاکستان سره د سرحدونو له تړل کېدو وروسته د هېواد بازارونو کې د چرګانو غوښې بیه د پام وړ لوړه شوه.
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، دا چې له پاکستانه د چرګانو غوښې واردات بند شول، د یوې کیلو چرګ غوښې بیه ان تر ۳۲۰ افغانیو رسېدلې وه.
د مزارشریف ښار دوه اوسېدونکي حامد او جمشید سلاموطندار ته وايي: «کله چې د پاکستان لارې وتړل شوې، د چرګ غوښې بیه د پسونو د غوښې په پرتله لوړه شوه. موږ ان د یوې کیلو چرګ غوښه تر ۳۲۰ افغانیو اخیستې ده. موږ نشو کولی چې د نورو مالونو غوښه استعمال کړو، د چرګ غوښه اقتصادي تمامیږي. له دولت څخه غواړو چې د نرخونو په کنټرول کې پام وکړي.»
«د هېواد دننه د تولید شوې چرګ غوښه صحتمنده او د کیفیت له نظره ښه ده، ځکه موږ پوهېږو چې له کومو دانو څخه یې تغذیه شوې. د وطني چرګ غوښه خوندور هم ده. دغه نوي فارمونه نه یوازې د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم دي، بلکې زموږ کورنیو سره هم ډیره مرسته کولی شي.»
اخوا، بلخ ولایت کې د چرګ غوښې ځينې پلورونکي وايي چې د چورګوړو د تولید فابریکو له جوړېدو او پراختیا سره، د بازار وضعیت ښه شوی او اوس د یو کیلو چرګ غوښې بیه ۲۲۰ افغانیو ته راټیټه شوې.
مزارشریف ښار کې د چرګ غوښتې یو تن پلورونکی شفیقالله وايي: «نوي او زاړه جوړ شوي فارمونه د چرګ غوښې په نرخونو ډېر اغېز لري. که موږ یوازې په پاکستان تکیه درلودی، د یو کیلو چرګ غوښه به له ۳۰۰ افغانیو پورته وه، خو اوس په ښار کې نرخ ۲۲۰ افغانیو ته راټیټ شوی.»
بلخ کې د چورګوړو د تولید فابریکو مسوولان ټینګار کوي چې که له نورو هېوادونو څخه د چرګ غوښې او د چورګوړو واردات وځنډول شي، دوی نه یوازې د بلخ ولایت اړتیاوې پوره کولی شي، بلکې کولی شي نورو ولایتونو ته هم صادرات ولري.
بلخ کې د یوې فابریکې مسوول نجیبالله ملګري سلاموطندار ته وویل: «مونږ دا اوس هم تولید لرو. د دغو چورګوړو غوښتنه له ختیځو ولایتونو څخه شوې او وروسته موږ د بلخ او سمنګان ولایتونو لپاره هم تولید لرو. د خلکو غوښتنې تر یوه حده پوره شوي. له حکومت څخه غواړو چې د پاکستان او نور هغه سرحدونه چې له لارې یې د چرګ غوښه واردېږي، بند کړي.»
اخوا، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان د کورنیو پانګوالو په ملاتړ ټینګار کوي او وايي چې دغه ډول پانګونې د کورني تولید ظرفیت زیاتوي، د خوراکي توکو د پایدارې رسونې زمینه برابروي، وارداتو ته اړتیا کمه وي، نرخونه ثابته ساتي او د هېواد اقتصاد پیاوړوی کوي.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیاز سلاموطندار ته وویل: «د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د اړوند ادارو سره په همغږۍ، د جواز ورکولو بهیر اسانه کوي، له کورني تولید ملاتړ کوي، پانګوال هڅوي او مناسب قانوني او اداري بستر برابروي. موږ کولی شو د صنعتي پارکونو په ځمکو، قانوني او اداري اسانتیاوو، انرژۍ او زیربناوو ته لاسرسي، د پانګوالو هڅونې او د بازار ملاتړ سره، دغه ډول فابریکې پراخې کړو.»
هغه وویل چې بلخ کې د چورګوړو د تولید شپږ فابریکې فعاله دي او تازه د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت یوه بله فابریکه هم فعاله شوې.
دغه نوې فابریکه لږ تر لږه د څلوېښتو ورځو په موده کې د ۴۰۰ زره چورګوړو د تولیدولو ظرفیت لري او شاوخوا ۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.
سره له دې چې په بلخ کې د چورګوړو د تولید شپږ فابریکې فعالیت کوي، خو لا هم د چرګ غوښه او چورګوړي له ازبیکستان او ایران څخه واردېږي.
د دولت او پانګوالو دغه نوې هڅې د چرګانو د صنعت د ځان بساینې او د بازارونو د نرخونو د ثبات لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.