Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې د ټرافیکي پېښو مخنیوي او ګڼې‌ګوڼې کمولو لپاره هڅې پیل شوي

1000348021

د کندهار ښار د ښاري نظم د ټینګښت لپاره د ترافيک پوليسو شمېر زیات شوی او د ښار پر مهمو داخلي لارو، چوکونو او ګڼ‌مېشتو سیمو کې د څار او کنټرول بهیر پیاوړی شوی دی.

محلي مسوولان وایي، د موټرچلوونکو له‌خوا د ترافيکي څراغونو نه‌مراعت، بې‌احتیاطي او ناقانونه موټرچلونه د ښار د بې‌نظمۍ اساسي لاملونه دي چې له امله یې وخت ناوخته ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د کندهار ښاروالي مسوولان وایي چې دا اقدام د ترافيکي ګډوډۍ د کمولو لپاره اغېزناک تمامېدای شي. د کندهار ښاروالي ویاند سیف‌الله عاصم وايي: «موږ یو ډول ځانګړي جمپونه نصب کړي چې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوي کې به مهم رول ولوبوي، که یې نتیجه مثبته وه، موږ یې شمېر په کندهار ښار کې نور هم زیاتوو.»

بل‌خوا د کندهار ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، که موټرچلونکي ترافيکي اصول په سمه توګه مراعت کړي، د ګڼې‌ګوڼې او د ډېری پېښو مخه به ونیول شي.

د کندهار ښار اوسېدونکی سمېع عمري وايي: «ټرافیکي څراغونه مراعتول د ټرافیکي قوانینو مراعت دی، که چېرې ټرافیکي قوانین مراعت شي، ټرافیکي پېښې خپله کنټرولېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی د یادو جمپونو د ګټو یادونه کوي او وایي، دا ډول فزیکي خنډونه د ټرافیکي قوانینو په عملي کېدو کې مرسته کوي.

علي محمد وویل: «دا جمپونه ډېر ښه دي، دا د ټرافیکي پېښو مخنیوي کې مهم رول لوبوي. دا اغزن او ځانګړي جمپونه پر یو طرفه سړکونو یوازې له یوې خوا نقلیه وسایطو ته د تګ اجازه ورکوي.»

د کندهار ترافيک پوليس ټینګار کوي چې له دې وروسته به د هغو کسانو پر وړاندې جدي او قانوني چلند کېږي چې ترافيکي اصول نه مراعتوي، پر یو طرفه سړکونو تګ‌راتګ کوي او یا هم د ترافيکي څراغونو سپکاوی کوي.

د ترافيک مديریت مسوولان وایي، دا ډول سرغړونې د عامو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. د کندهار د ترافيکو مدير خیال محمد غاور وايي: «زموږ دریځ قاطع دی، هغه موټر نیسو چې ټرافیکي اصول نه مراعتوي او د عامو خلکو د ژوند د ازار سبب ګرځي.»

د کندهار ترافيک پوليسو په وینا، د ترافيکي پېښو د کمولو لپاره یې د موټرچلونې زده‌کړې جبري کړي او د کم عمره کسانو له لوري پر موټرچلونې یې بندیز لګولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام