Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر پوهنې ریاست سره د ۱۹میلیونه افغانیو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه

لوګر۱

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو  ملاتړې ادارې/UNICEF له لوري د دولتي ښوونځیو له زده‌کوونکو او ښوونکو سره د شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل چې په یادو درسي توکو کې ۲۹۹ کېټه د ښوونکو درسي توکي، ۲۷۳۵ کېټه د زده‌کوونکو درسي توکي، ۶۲ کېټه د زده‌کوونکو سپورتي وسایل او ۲۶۲ کېټه د ښوونځيو تخنیکي وسایل شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عرب زیاته کړه چې دغه درسي توکي به په یوه اوونۍ کې د لوګر د پوهنې ریاست اړوند امریتونو ته ولېږدول شي او په نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې به د ۲۷۶ ښوونځيو پر ۵۵زره زده‌کوونکو او ۳۰۰ ښوونکو ووېشل شي.

د نوموړي په وینا، د پوهنې وزارت هم د لوګر په ښوونځیو کې د کتابونو د ستونزو حل لپاره څه باندې ۳۰۰زره ټوکه کتابونه برابر کړي او د نوي کال له پيل سره به له لومړي ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې پر زده‌کوونکو ووېشل شي.

د لوګر پوهنې ریاست اړوند د دولتي ښوونځيو زده‌کوونکي او ښوونکي هم خوښ دي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري ور سره د درسي توکو مرسته وشوه.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوي پوهنې وزارت ته وړاندیز کوي چې د لوګر په ټولو ولسوالیو کې د ښوونځيو د ودانیو او کتابونو نشتون ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام