د ریاستالوزرا اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کې د «بام هرات» په نوم د تفریحي کمپلېکس د جوړېدو طرحه تایید شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، وري ۱۶مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارډ افغانۍ پانګونه وکړي.
د بام هرات په نوم د یاد کمپلېکس د جوړېدو سره به شاوخوا څلور زره کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.
بلخوا د یاد کمېسیون په ناسته کې مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې چې د اوسپنې ویلې کوونکو شرکتونو سره پخواني حسابونه تصفیه کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز یاد وزارت سپارښتنه وشوه چې د اسلامي امارت پوروړو شرکتونو څخه پورونه ترلاسه او هغه شرکتونه چې اسلامي امارت ترې پوروړی دی، پورونه یې تادیه کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي: «د کانونو او پټرولیم وزارت ته هم هدایت وشو، څو د بدخشان د وېکادور سرو زرو کان د استخراج او پروسس په اړه ترسره شوې داوطلبي بې پایلې اعلان کړي او د دغه کان لپاره نوې داوطلبي ترسره شي. د نوې داوطلبۍ پر مهال دې وړ شرکت انتخاب شي.»
په یاده غونډه کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې د پليکېدو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.