د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان دامهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي.
اقتصادي معاونیت نن (دوشنبه، اسد ۲۷) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هېواد کې د اوړو د تولید ۲۰۰ فابریکې فعاله دي او ۲۵۰۰ کسان په دایمي توګه په کې په کار بوخت دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو فابریکو کې شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان په کلني ډول شاوخوا ۶ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري چې ۳.۵ میلیون ټنه اوړه په کور دننه تولیدیږي.
اقتصادي معاونیت همدارنګه ویلي چې په کور دننه له ۳.۵ میلیون ټنه تولیدېدونکو اړو څخه یو میلیون ټن یې فابریکو او پاتې نور یې اطرافي ژرندو کې تولیدیږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې اسلامي امارت د اوړو سکتور د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه له بهره د غنمو په وارداتو تعرفې کمې کړي او له هېواده یې د غنمو په قاچاق بندیز لګولی دی.