Asset 1SWN

هېواد کې د ۶میاشتو پرمهال ۸۶۰ ټُنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

مواد غذایی و داروی تاریخ_گذشته

د عامې روغتیا وزارت اړوند د خوړو او درملو معینیت مسوولان وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې مهاله ۸۶۰ ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له‌منځه وړل شوې دي.

د یاد وزارت د خوړو او درملو معینیت استازي جاوید هژیر نن پنج‌شنبه، وږي شپږمه کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل، دغه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي په تېرو شپږو میاشتو کې له مرکز او ولایتونو څخه راټول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د کال له پیله تراوسه څه باندې ۸۶۰ ټُنه بې‌کیفیته خوراکي توکي او تاریخ تېري درمل چې لابراتوارونو کې یې، د ازموینې پایله منفي وه، له مرکزي او ولایتي واحدونو راټول او له‌منځه وړل شوې دي.»

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت مسوولان ټينګار کوي چې لومړی سرغړونکو ته لارښوونه کوي، څو د تاریخ تېره خوراکيتوکو او بې‌کیفیته درملو له پلورلو ډډه وکړي او په وینا یې، که دا کړنې تکرار شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ورسپاري.

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي هم د تاریخي تېرو درملو او خوراکي توکو پېر او پلور په اړه اندیښنه ښيي او له اړوندو مسوولانو غوښتنه کوي چې هېواد ته د تارېخ تېره او بې‌کیفیته خوراکي توکو او درملو د قاچاق مخه ونیسي.

د کابل ښار اوسېدونکي ناظر حسین وویل: «ښه لاره دا ده چې د هېواد له پولو د بې‌کیفیته او تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو د لېږد مخه ونیول شي. ما ولیدل چې د ارې بورې ته یې، رنګ ورکړی او د خوړو مسالې په توګه یې خرڅوله.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تېر کال هم له مرکز او یوشمېر ولایتونو څخه ۸۵۰ ټُنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول او له‌منځه وړل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام