Asset 1SWN

روزګان کې ۶۹۹ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

ثقثق

په روزګان کې د کلیو بیارغونې ریاست تر څار لاندې دECO  موسسې په  مالي ملاتړ او د MEDAIR  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دهراوود ولسوالي په دورشانک کلي کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د روزګان د والي ویاند حافظ سمیع‌الله اکرمه وویل: «په پروژه کې یو ژور څاه، د څاه د ساتنې لپاره ساختمان، ۵۰ متر مکعبه ذخیروي حوض، ۱۴ زره متره پایپ لاین، ۴۵ دانه ۳۳۰ واټه سولرونه، د سولرونو احاطه، ۹۵ دانه شیر دهنونه، ۹۳ وال بکسونه، ۱۳ د ګیټ والونو لپاره ودانۍ، د اوبو د استفادې کمیټه، د روزنې پروګرام او اړین وسایل شامل دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د دورشانک کلي ۶۹۹ کورنیو ته د څښاک پاکې او خوندي اوبه برابرې شوې چې له امله به یې د خلکو ورځنی ژوند اسان شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دورشانک کلي یوه اوسېدونکي حاجي محمدالله سلام وطندار ته  وویل: «پخوا به مو د څښاک لپاره یا تر څو کیلو مترو پورې مزل کاوه، یا به ناپاکې اوبه کارولې. اوس خو الله شکر، پاکې اوبه مو تر کورونو را رسیدلي.»

د کلیوبیارغونې ریاست چارواکي وایي چې دا ډول شبکې نه یوازې د پاکو اوبو ستونزه حلوي، د خلکو پر روغتیا مثبته اغېزه کوي.

د سیمې خلک وایي، له دولتي او مرستندویو ادارو غواړي چې دا ډول بنسټیزې پروژې په نورو کلیو کې هم پلې کړي، څو د ټول ولایت د خلکو د ژوند کیفیت لوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام