د اسراییلي ځواکونو لهخوا پر غزې تړانګې د تازه بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي.
د الجزیرې خبرې شبکې نن شنبه، جون ۲۲مه غزه کې د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی چې د بریدونو له امله الاحلي عرب روغتون ته ۳۰ جسدونه وروړل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د غزې په سوېل رفح کې د المواسي بېځایه شویو کمپ باندې د بریدونو له کبله ۲۵کسان وژل شوي او تر ۵۰ نور ټپیان دي.
په ورته مهال د فلسطین ملي دفاع ادارې هم ویلي چې د رفح په شماللوېدیځ اشکوش سیمه کې د اسراییلو ځواکونو له لوري د ډزو په پایله کې یوشمېر فلسطینیانو وژل شوي او ټپیان شوې دي.
د فلسطین روغتیا وزارت له دې مخکې ویلي و، د اسراییلو پوځ په تېرو ۲۴ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۵ فلسطینیان وژل چې له دې سره د ۲۰۲۳کال له اکتوبر میاشتې راهیسې پر غزې د اسراییلو برید له امله د وژل شویو شمېر ۳۷۴۳۱ ته ورسېد.