Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې لسګونه په نشې روږدي کسان نیول شوي

33e07ace-9195-4808-ab93-d027e8556357

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د پل‌علم ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۳۱ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دغه کسان د یاد ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو څخه د نشه‌یي توکو پرضد مبارزې مدیریت کارکوونکو له لوري راټول او نن د درملنې لپاره پلازمینې کابل ته واستول شول.

انس زیاته کړه، دغه کسان چې په نشو روږدي دي په لوګر ولایت کې په جنایي جرمونو او غلاو کې هم لاس لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده وویل، نیول شوي کسان پلازمینې کابل ته د غوره درملنې لپاره استول شوې دي او یاد کسانو اساسي درملنه به کیږي او هغې وروسته به حکومت ضمانت ورکوي چې نور به نشه نه کاروي بیا به خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.

امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، له دې وړاندې هم شاوخوا سل تنه په نشې روږدي کسان ورته درملنه شوې او اوس له خپلو کورنیو سره سالیم ژوند لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام