Asset 1SWN

ډونالډ ټرمپ: د خپلو ګټو ساتنې لپاره به پوځي چمتووالی زیات کړو

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په یوه تازه بیان کې ویل شوي چې متحده ایالات به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره پوځي چمتووالی زیات کړي.

نوموړي دا څرګندونې په خپل ټولنیز پلیټفارمTruth Social  کې کړې دي.

ټرمپ ویلي چې دغه اقدامات به د امریکا بېړۍ، الوتکې، پوځیان، مهمات او نور اړین وسایل هم تر پوښښ لاندې راولي، څو د هغه په وینا، د کمزوري شوي دښمن پر وړاندې اغېزمن اقدام وشي.

هغه ټینګار کړی چې دا ګامونه به یوازې هغه مهال عملي شي چې اړتیا ورته پېښه شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړې چې د یوې موافقې د عملي‌کېدو احتمال ډېر لوړ دی، خو خبرداری یې ورکړی چې که دا تړون مات شي، نو جګړه به په پراخه او سخت ډول پیل شي.

ټرمپ ویلي چې دا ډول وضعیت به بې‌ساری وي او جدي پایلې به ولري.

هغه ټینګار کړی چې اټومي وسلې باید ونه کارول شي او د هرمز تنګي امنیت او ازادي باید خوندي پاتې شي.

د نوموړي څرګندونو ته تراوسه ایران او نورو هېوادونو غبرګون نه‌دی ښودلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام