د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین څخه د ناهیلۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټدفاعي سېسټم ورکړي.
د راپورونو پر بنسټ، ټرمپ پرون، یکشنبه د چنګاښ ۲۲مه، په مریلینډ کې د اندروز پوځي اډې کې وویل چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټتوغندي واستوي، «ځکه هغوی ساتنې ته اړتیا لري.»
امریکا له دې وړاندې هم ویلي و چې د ناټو متحدینو ته د وسلو د خرڅلاو له لارې اوکراین ته وسلې رسوي.
ټرمپ چې پر سپینه ماڼۍ له واکمنېدو مخکې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ویلي و، که واک ته ورسېږي، په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو تراوسه یې هڅې د اوکراین د سولې لپاره بېپایلې پاتې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دپاټریوټدفاعي سېسټم د نړۍ له پرمختللو دفاعي سېسټمونو څخه ګڼل کېږي او د اوکراین لپاره یې رسول کولای شي، د روسیې هوایي بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
امریکا غواړي د اوکراین دفاعي سېسټم پیاوړی کړي، په داسې حال کې چې روسیې په تېرو څو اوونیو کې د اوکراین پر ښارونو بریدونه زیاتې کړي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زیلینسکي په وینا، په تېرو اوو ورځو کې روسیې پر اوکراین تر ۱۸۰۰ زیاتو ډرون او ۱۲۰۰ هدایت شویو هوایي بمونو او ۸۳ توغندیو بریدونه کړي دي.