Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ ایران کې د امریکايي افسر ژغورل تایید کړل

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه امریکايي افسر چې ایران کې د F-15E  جنګي الوتکې له نسکورېدو وروسته ورک شوی و، ژغورل شوی او اوس خوندي او روغ دی.

الجزیرې شبکې نن یکشنبه د حمل ۱۶ / اپرېل ۵ راپور ورکړی چې دغه افسر ایران کې د امریکايي ځواکونو لخوا له عملیاتو وروسته ژغورل شوی.

ټرمپ ویلي: «زما په لارښوونه د امریکا پوځ لسګونه الوتکې چې په تر ټولو وژونکو وسلو سمبالې وې واستولې، څو هغه بیرته راولي. افسر ټپي شو، خو هغه به روغ شي. موږ به هیڅکله کوم امریکايي جنګیالی یوازې پرې‌نږدو.»

امریکايي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د ایران له لوري د لومړۍ غورځولې الوتکې پیلوټ هم ژغورل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام