Asset 1SWN

بې‌پولې ډاکټران: روغتیايي مرکزونه دوامداره ملاتړ نه‌لري

world-health-day-2104-afghanistan-mirwais-08

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان چارواکي وايي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روغتیایي مرکزونه په دوامداره توګه ملاتړ نه‌لري.

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې د روغتیا له سکتوره د دوامداره ملاتړ نشتوالي روغتیايي مرکزونه له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې ویل شوي چې ګڼ روغتیایي مرکزونه له هغې ډلې مزارشریف ښار کې حوزوي روغتون د کارکوونکو معاشونه نه‌شي ورکولی او هم د درملو، تېلو او اکسیجن د پېرلو وس نه‌لري.

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان زیاته کړې چې دې ستونزو ناروغانو په ځانګړې توګه نویو زېږېدلو او ناروغو ماشومانو ته د صحي خدماتو وړاندې کولو کې روغتونونه تر ډېره پاتې راوستي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د هېواد په ډېری سیمو کې خلک له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره د ښارونو دولتي روغتونونو ته وړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام