کابل کې یوشمېر ډاکټران وايي چې یوشمېر خواړه او معدې ناروغۍ ښځو کې د «اپنډېکس» ناروغي لامل کېږي.
دوی زیاتوي چې دا ستونزه ناروغ ته ناوړه پایلې لري او په وینا یې، د ناسم تشخیص له کبله د مېرمنې ترمنځ د ناامیندوارۍ لامل هم کېدای شي.
اپنډېکس یا اپنډېسایسټس د لویو کولمو یوه برخه جوړوي. اپنډېکس د لاس د ګوتې په اندازه يو کوچنی د کولمې جوړښت ده چې له غټو کولمو سره لګېدلی ده. د دې جوړښت پاړسوب ته په طب کې اپنډېسايټِس وايي.
د اخله ناروغیو متخصص مداد دانشور د اپنډېکس په اړه وايي: «بېلابېل عوامل شته چې یوه شخص کې د اپنډېکس لامل کېږي، له ډلې یې ویلو شو چې د اپنډېکس بندښت چې د غایطه موادو او خارجي موادو لکه خسته، همداراز مېوې، سبزیجات، لکه لېمو، نارنج او تومور، انتانات او همداراز معدې ناروغي هم د اپنډېکس لامل کېږي.»
ډاکټران پر دې باور دي چې نسايي-ولادي ناروغي هم کله ناکله ورته ناروغي بلل کېږي چې د تشخیص لپاره یې، باید معاینه وشي.
د نسايي-ولادي برخې متخصصه سونیتا بهرام وویل: «ځینې نسايي ناروغۍ، لکه د تخمدان ستونزې، د رحم چسپیکي ستونزې، د رحم د نلکې ستونزې، ایکټوپیک امیندوارۍ او سربېره پردې، د معدې التهاب د اپنډیسایټس سره ورته دي او په سمه توګه تشخیص نهکول، کولای شي، په مېرمنو کې منفي جراحي ته لاره هواره کړي. د ښه تشخیص لپاره، د وینې معاینات، الټراساؤنډونه، او سيټي سکینونه باید ترسره شي.»
دغه ډاکټره زیاتوي: «که د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، مېرمنې باید پوه شي څنګه حفظالصحه وساتي، څومره مایعات وکاروي، د نسايي-ولادي ناروغي څخه باید ځان وساتي. حداقل باید درې لېتره اوبه وڅښي، نیم ساعت باید ورزش وکړي.»
یوشمېر مېرمنې چې د اپانډیسیت ناروغي سره مخ شوي، وايي، له جراحي وړاندې د تبې، د خټې درد سره مخ شوي دي.
۳۵کلنه فروزان وايي: «کله چې پر اپنډېکس اخته شوم، تبه، د خېټې درد او تهوع سره مخ شوم. ډاکټر ته له مراجعې وروسته معلومه شوه چې باید جراحي شم. له نېکهمرغه جراحي ښه وه.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل اوسېدونکې هدیه وايي: «زه پرته له کوم څرګند دلیل څخه پر دې ناروغۍ اخته شوم. ما تبه، د خېټې سخت درد او خواګرځي درلوده. ډاکټر وویل چې ژرتر ژره جراحي ته اړتیا لرم. له نېکهمرغه، عملیات بریالی و او زما په ورځني ژوند یې هېڅ منفي اغیزه نه درلوده.»
د جراحي څانګې متخصص نجیبالله امرخېل وايي چې اپنډیکس د بدن یو معافیتي ارګان دی چې په ځینو طبي ټرانسپلانټونو کې کارول کېدای شي. «اپنډیکس د بدن یو معافیتي ارګان دی، او دا مناسبه نه ده چې د پړسوبکېدو دمخه یې لرې کړئ؛ دا د بدن معافیت کموي او د ټونسیلیتس د پیښو سلنه زیاتوي. اپنډیکس د ځینو طبي ستونزو لپاره اړین دی؛ د مثال په توګه، که د بدن یوه برخه د چاقو یا ګولۍ لخوا ټپي شوې وي، اپنډیکس د ټرانسپلانټ په توګه کارول کیږي.»
هغه زیاتوي چې په نړۍ کې د ورته ناروغیو له امله په ښځو کې د اپنډیسایټس ۲۵٪ جراحي منفي وي او د دوی په سمه توګه تشخیص کې غفلت د ښځو لپاره ناوړه پایلې لري. «په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، د دې ناروغۍ له اختهکېد دمخه باید جراحي ترسره نشي؛ ځکه چې دا د ناامېندوارۍ ستونزو زیاتوي. دا د عقامت د قضیو سلنه زیاتوي؛ له همدې امله، دا ښه نه ده چې اپنډیکس لرې کړئ، پرته لدې چې پر ناروغۍ اخته وي.»
دا په داسې مهال دی چې امریکا کې د وروستیو کلونو څېړنو ښودلې چې له پنځو تر لس سلنه کسان په خپل ژوند پر اپنډېکس اخته کېږي.
د دې څېړنو پایلې ښيي چې د خوړ رژیم، دوامداره قبضیت او ارثي لاملونه کولای شي چې د اپنډېکس ناروغي لامل شي.