د هرات زېږنتون کې یوشمېر ډاکټرانې وايي چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ډېری مېرمنې د وینې «RH منفي» ګروپ په اړه د عامه پوهاوي نشتون له کبله خپل ماشومان له لاسه ورکوي.
د دوی په وینا، د هرات ولایتي روغتون او زېږنتون کې د مېرمنو د اراېچ منفي وینې ګروپ تشخیص لپار روغتیايي دولتي مرکز شتون نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات زېږونتون کې د نسايي-ولادي برخې ډاکټره عاطفه امیني وايي: «هغه ناروغان چې د منفي وینې ګروپ دي، له بدهمرغه موږ مرکز نهلرو او همداراز ولایتي روغتون کې هم نشته. اصلآ دې خلکو ته داسې څه نشته.»
یوه بل ډاکټر ناصري هم وویل: «که د مور د وینې ګروپ منفي وي، د مور د بدن ایمني سېسټم د ماشوم له ګلبولونو سره غبرګون ښي او د ایمولوتیک ناروغیو د رامنځتهکېدو لامل کېږي او همداراز درېوو میاشتو کې د ټرایمسټر د سقط لامل کېږي. دویم او درېیم ټرایمسټر کې د اتروفیستر لامل شي او رحم کې په ماشوم کې انيمني رامنځته کړي.»
بلخوا د هرات اوسېدونکې لیلا او محدثه وايي چې د اراېچمنفي وینې ګروپ په تړاو د عامه پوهاوي نشتون له امله یې، ماشومان ناسالمه دي.
لیلا وویل: «لومړي زېږون کې نهوم خبره چې د وینې ګروپ مې منفي دی او د خاوند مې مثبت دی. له بدهمرغه ماشوم مې تلاسمیا لري؛ دا ناروغي یې، له پیداښ لرله او هره میاشت وینه وربدلوو. کله چې لوی شي، وینې ته یې، اړتیا ډېرېږي. سردرد او ناروغي وي، سر یې، لویږي، رنګ یې، زېړېږي.»
محدثه وايي: «درې ماشومان مې ښه او څلورم ناسالم دی؛ اوس شپږ کلن دی. ډاکټر ته ورغلو او وویل چې باید پیچکاري مو باید کړې وای. خبرې نهشي کولای؛ هېڅ نهپوهېږي.»
د هرات حوزوي روعتون سرطبیب محمدعارف جلالي وايي چې دغه ولایت کې د اراېچمنفي وینې ګروپ تشخیص لپاره هېڅ مرکز شتون نهلري. «له زېږون وړاندې د مور د وینې ګروپ ټاکل کېږي، که اراېچمنفي وي، مور ته انټي اراېچ ورته ورکول کېږي. انامپول ورکول کېږي؛ داسې منظم او سېسټم ډوله خدمات چې وي، موسسه او ډونر یې، ملاتړ کوي او مراقبت ترې کوي، دلته داسې څه نشته.»
د یادونې وړ ده چې د هرات مرکز او لروپرتو سیمو کې د اومېندواره مېرمنو د عامه پوهاوي کچې ټيټوالي له امله ډېری ماشومان ناسالم نړۍ ته راځي او دې برخه کې د روغتیايي چارواکو او بنسټونو مرستو او همکاریو ته پراخه اړتیا لیدل کېږي.