غور کې د سېلابونو له امله بېځایه شوې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.
د سېلابونو له امله یو شمېر بېځایه شوي چې دامهال د غور مرکز فیروزکوه ښار ختیځ ته د «پشتهګامورک» سیمه کې ژوند کوي، وایي چې دوه کاله وړاندې له خپلو سیمو بېځایه شوي، خو تراوسه یې بنسټیزو خدماتو او اسانتیاوو ته لاسرسی نه دی موندلی.
دوی وایي، تېرو دوو کلونو کې یې وضعیت ته هېڅ پاملرنه نهده شوې او د خوراکي توکو، څښاک اوبو، برښنا، ښوونځیو او د درملنې اسانتیاوو نهشتون په څېر له جدي ستونزو سره مخ دي.
۳۲ کلنه نوروزګل چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وایي چې ورته له جوړې شوې سرپناه پرته، د ژوند له نورو لومړنیو اسانتیاوو بېبرخې ده.
«موږ سېلابونو بېځایه کړلو، پشتهګامورک ته راغلو. دولت موږ ته یوازې کورونه جوړ کړي، نور هېڅ مرسته نهده شوې؛ نه اوړه لرو، نه برښنا، نه خوراک لرو، وږي یو، سون توکي نهلرو او هېڅ شی نهلرو. اسلامي امارت باید موږ سره مرسته وکړي، څو ماشومان مو له لوږې وژغورل شي.»
یو شمېر نور بېځایه شوي کسان هم وایي چې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ په دې ښارګوټي کې ژوند کوي او ټول له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په وینا، کافي خواړه نهلري، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه نشته، د څښاک پاکې اوبه، برښنا او نورې لومړنۍ اسانتیاوې هم نهلري.
دوی زیاتوي چې څو ځله یې د ستونزو د حل لپاره غوښتنې کړي، خو تراوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.
دوه نور بېځایه شوي احمد جلالي او ګل احمد چې اوس «پشته ګامورک» کمپ کې ژوند کوي، په دې اړه وایي:
«دامهال د خلکو جدي ستونزې د سون توکو، خوراکي موادو، د کلینیک او ښوونځي نشتوالی دی. برښنا نشته او ډېری خلک د څراغونو په مرسته ژوند تېروي.»
«له مسلمانانو مو غوښتنه ده چې زموږ لاسنیوی وکړي، اوبه، لرګي او خواړه راورسوي، کنه ماشومان به مو له لاسه ولاړ شي.»
دوی له حکومت او اړوندو بنسټونو غواړي چې هرڅه ژر د بېځایه شویو وضعیت ته رسېدنه وکړي او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د هغوی لاسرسی برابر کړي.
د غور ځايي چارواکو د سېلاب ځپلو د ستونزو د حل په اړه څه نه دي ویلي، خو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې هڅه کوي د اړوندو وزارتونو او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ بېځایه شویو ته مرستې ورسوي.
د دې ریاست مشر عبدالسلام عمر وایي: «هغه کسان چې د سېلابونو له امله بېځایه شوي او فیروزکوه ته راغلي، دولت ورته د استوګنې لپاره ځایونه جوړ کړي او مستحق کسان پېژندل شوي. موږ هڅه کوو چې د غیر امارتي موسسو او حکومتي مرستو له لارې نورې مرستې هم راټولې کړو، ځکه خلک رښتیا هم ډېر اړمن دي او موږ یې ستونزې له نږدې لیدلې دي.»
د «پشته ګامورک» بېځایه شوي همداراز وایي چې له شاوخوا ۴۰۰ کورنیو څخه یوازې ۱۳۷ کورنیو ته سرپناه برابره شوې او پاتې نور لا هم په خیمو او سړې هوا کې ژوند کوي.
هغوی خبرداری ورکوي چې که د دوی وضعیت ته پاملرنه ونه شي، د ژوند شرایط به یې لا پسې خراب شي.