پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تېرو یوولس ورځو پرمهال د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ کسان هم ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالله جانان سایق وايي، سېلابونو په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، بادغیس، بامیان او کاپیسا ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې په دغو سېلابونو کې د هستوګنې زرګونه کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي او تر ۶۰۰۰ ډېر څاروي هم لهمنځه تللي دي.
هغه وویل: «تېرو ۱۱ ورځو کې ۲۹۴کسان مړه شوي او ۲۶۶کسان هم ټپیان دي چې سېلابونو ۱۴زره او ۹۲۳کورونه په بشړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ او څه باندې ۶زره څاروي هم لهمنځه تللي دي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي د سختو سېلابونو راوتو لامل اقلیمي بدلون یادوي او وايي چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې وروستیو ویجاړونکو سېلابونو ته په اشارې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.
د اوچا له لورې په خپرې شوي خبرپاڼه کې راغلي: «له نړیوالې ټولنې غواړو چې افغانستان سره مرستهت وکړي، څو دغه هېواد له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ځان اماده کړي او د تېرو اوونیو سېلابونو ډېرې اغېزې پر ماشومانو وې.»
له دې ټولو سره-سره د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي زیاتوي چې له وروستیو سېلابځپلو کورنیو ته تر ۲۰ میلیونه ډېرې افغانۍ نغدي مرسته وېشلي او دا لړۍ دوام لري.
تر دې وړاندې ملګروملتونو ويلي وو چې افغانستان د نړۍ په کچه د اقليمي بدلون له امله شپږم زيانمن هېواد دى.