Asset 1SWN

د اوزبکستان استخباراتو رییس: افغانستان باید یوازې پرې نه‌ږدو

عبدالسلام عزیزوف

د اوزبکستان د استخباراتو او سرحداتو رییس عبدالسلام عزیزوف د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې له افغانستان سره پر همکارۍ ټينګار کړی دی.

د اوزبکستان دغه پوځي چارواکي د یاد هېواد پلازمېنې تاشکلند کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې ویلي: «افغان حکومت تر خپله وسه او توانه له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي. افغان استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او ښکاره پایلې یې ترلاسه کړې دي؛ نو موږ باید د دې مسلې پر وړاندې خپل افغان ملګري یوازې پرې نه‌ږدو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوزبکستان د استخباراتو او سرحداتو رییس همداراز دې ناسته کې د شانګهای همکاریوسازمان د غړیو هېوادونو او د ګډو ګټو هېوادونو د ګډو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اوزبکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې له افغانستان سره ښې اړیکې  لري او هڅه یې کړې چې دغه اړیکې پراخې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام