سیمه کې په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت ته په پام، د چین صنعتي ګټو چټک زیاتوالی موندلی.
رویټرز اژانس نن جمعه د حمل ۷ / مارچ ۲۷ راپور ورکړی، که څه هم د منځني ختیځ جګړه د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره ګواښ بلل کېږي، خو د چین صنعتي شرکتونو د روان ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د ګټو د ودې پیاوړې شمېرې ثبت کړي.
راپور کې ویل شوي چې دا د نړۍ د دویم لوی اقتصاد د بیارغېدو نښې پیاوړې کوي.
د راپور پر بنسټ، د چین د احصایې ملي اداره د مالوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله صنعتي ګټې ۱۵.۲ سلنه زیاتې شوي دي.
د هغو سکتورونو له ډلې چې د ګټې تر ټولو چټک زیاتوالی یې ثبت کړی، د کمپیوټر، مخابراتو او نورو الکترونیکي وسایلو د تولید برخه ده چې شاوخوا ۲۰۰ سلنه وده یې کړې.
همداراز، د غیر اوسپنیزو فلزاتو د ویلې کولو او پروسس صنعت ۱۵۰ سلنه زیاتوالی ښودلی دی.
خو بل پلوه د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران بریدونو نړیواله سوداګري او د انرژۍ بازارونه سخت زیانمن کړي او په دې تړاو یې اندېښنې پارولي.
د اقتصادي شنونکو په اند، ښايي د منځني ختیځ د کړکېچ اقتصادي اغېزې راتلونکو میاشتو کې څرګندې شي.