Asset 1SWN

د لوګر د والي مرستیال: خبریالان د خلکو سترګو او غږونو په څېر فعالیت کوي

لوګر مرستیال والي خبریالان

د لوګر د والي مرستیال مولوي محمد انور دین‌پرور وايي، رسنۍ او خبریالان په اوس وخت کې اغیزمن فعالیت لري او اړتیا ده چې ټولې مسوولې ادارې خبریالانو ته په خپل وخت مالومات ورکړي.

هغه تېره ورځ مرکز پل‌علم کې «مالوماتو ته د لاسرسي ارزښت» په تړاو غونډې ته وویل، خبریالان ټولنه کې د وګړو د سترګو او غږونو په شان فعالیت کوي او له خبریالانو یې غوښتنه وکړه چې ملت ته د واقعتونو پر بنسټ اطلاع رسونه وکړي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیض‌الله جوهري هم دغې غونډې ته وویل، د پخوا پرتله مالوماتو ته د خبریالانو او رسنیو لاسرسی اسانه شوی او هڅه کوي چې خبریالانو او رسنیو سره په خپل وخت مالومات شریک کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رییس رفیع‌الله صمیم ویلي، مالومات د ولس حق دی او باید هره اداره خبریالانو او رسنیو ته په خپل وخت مالومات ورکړي.

صمیم وویل، رسنۍ د اوسني وخت اړتیا ده او اسلامي امارت په ټول هیواد کې له رسنیو او خبریالانو پراخ ملاتړ لري.

د لوګر مرکز پل‌علم کې «مالوماتو ته د لاسرسي ارزښت» په تړاو جوړه شوې غونډې کې د مسوولانو ترڅنګ، رسنیزو فعالانو، خبریالانو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام