د لوګر په مرکز پلعلم کې د پوهنې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ ښوونیز کال د پيل مراسمو کې د یاد ولایت مرستیال والي په ګډون د یوشمېر ادارو رییسانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، په اوسني وخت کې زدهکړې د ټولنې یوه اړینه اړتیا ده او زدهکړې کولای شي چې د افغانانو راتلونکې جوړه کړې.
هغه وویل، د لوګر قومي مشرانو علماو او ځوانانو ته پکار ده چې ښوونځيو ته د نویو زده کوونکو په جذب کې له پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.
بلخوا د لوګر پوهنې ریاست رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي وویل، د مرکز پل علم په ګډون په ټول ولایت کې ۳۳۵ ښوونیز مرکزونه د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي دغه راز زیاته کړه، هڅه کوي چې د لوګر ولایت پوهنې په برخه کې شته ستونزې هوارې او زده کوونکو ته د زده کړو لازم چاپیریال برابر کړي.
هغه همدارنګه وویل، د نوي پيل شوې کال په پيل کې به د نجونو او هلکانو په ګدون ۱۸ زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شي.