د تېرې جمعې په ورځ د امریکا ټګزاس په مرکزي برخه کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر له ۱۰۰ اوښتی او یوشمېر نور ورک دي.
د راپورونو پر اساس، دغه سېلابونه د تګزاس ایالت «ګوادالوپ» سیمه کې یو ناڅاپه راوتلي چې ګڼ شمېر موټر او کورونه یې وړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امریکايي چارواکو ویلي چې د نادرکه کسانو د پلټې عملیات دوام لري او تراوسه د هغوی کره شمېر نهدی مشخص شوی، خو له سېلابونو څلور ورځې وروسته د نورو ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هیله کمه شوې ده.
همدارنګه ویل شوي چې ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي، ځکه سېلابونو ګڼې سیمې ځپلي دي.