د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، کونړ کې د شوې زلزلې د مړو شویو شمېر ۲ زره او ۲۰۵ او د ټپیانو ۳ زره او ۶۴۰ ته پورته شوی.
هغه نن (پنجشنبه، سنبله ۱۳) ویلي، د کونړ د نورګل ولسوالي «مزار درې» د څوکۍ ولسوالي «ډيوه ګل درې»، د چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو په زلزله ځپلو سیمو کې تر دامهاله په ويجاړو شويو کورونو کې د پلټنې او ژغورنې عملياتو کې د سلګونو نورو مړو شویو جسدونه را ايستل شوي.
د هغه په وینا، د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري، په مختلفو سيمو کې خلکو ته خيمې نصب شوي او د لومړنيو او عاجلو مرستو انتقال په منظم شکل جريان لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شمېرو له مخې، کونړ کې د زلزلې پرمهال د اوسېدو شاوخوا ۷ زره کورونه په بشپړ او نیمه ډول وران شوي او سلګونه کسان بېسرپناه پاتې دي.
په همدې حال کې یو شمېر زلزله ځپلي شکایت کوي چې لا هم سرپناه، خوړو، د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
دوی وايي، که اغېزمنو شویو سیمو ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، له زلزلې پاتې شوي به له جدي ننګونو سره مخ شي.
د یادونې ده چې د کونړ ترڅنګ، یکشنیې شپې وېجاړونکې زلزلې په ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې هم ١٢ کسان مړه او څه باندې درې سوه نور ټپیان کړي دي.