Asset 1SWN

پر غزې مرګوني بریدونه؛ یوې ورځ کې ۱۱۲ کسان وژل شوي

gaza

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د مرګونو او پراخو بریدونو په لړ کې یوازې تېره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو په هوايي او روانو ځمکنیو عملیاتو له امله وژل شوي دي.

د وژل شویو له ډلې ۳۳ کسان چې ډېری ښځې او ماشومان دي، د غزې د درېوو سیمو د بې‌ځایه شویو پر ښوونځیو د اسراییلو بریدونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې بېلابېلو سیمو ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او نورو کې ګڼ‌شمېر بې‌ځایه شوي مېشت دي.

په ورته مهال اسراییلو د غزې سوېل ګڼو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګروملتونو اړوند ادارې وايي، د اسراییلو له لوري د اوربند له ماتېدو راهیسې څه باندې ۲۸۰زره فلسطینیان له خپلو سیمو په زور بې‌ځایه شوي دي.

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې پر غزې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۵۰زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز روانه جګړه کې تر دې مهاله څه باندې ۱۰۰زره کسان تپیان شوي او زرګونه نور له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام