Asset 1SWN

سلام وطندار

کیوبا: د هر ډول احتمالي برید لپاره چمتو یوو

5713839_94897fa0-2216-11f1-92d6-8945044e64f7_ls

د کیوبا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، کارلوس فرناندس ډي کُسیو، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تازه ګواښونو وروسته وویل چې کیوبا د هر ډول احتمالي پوځي شخړې لپاره تیار دی.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې هاوانا او واشنګټن د روان میاشتې په پیل کې د خبرو میز ته کیناستل، په داسې حال کې چې د تېلو په اړه د امریکا تحریمونه د کمونیسټ رژیم اقتصاد لاهم له کړکېچ سره مخ کړی دی.

د امریکا ولسمشر تېره دوشنبه په خپلو څرګندونو کې پر کیوبا خپل ګواښونه زیات کړل او ویې ویل چې د دې هېواد نیول، به د هغه لپاره ویاړ وي.

د کیوبا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د تلویزیون له لارې په څرګندونو کې وویل: «زموږ هېواد تل چمتو دی چې د یوه متحد ملت په توګه د هر ډول پوځي تجاوز پر وړاندې ودریږي… موږ باور نه‌لرو چې دا پېښه رښتینې وي، خو که چمتو نه شو، ساده‌لوح به یو.» هغه زیاته کړه: «موږ نه پوهېږو چې ولې باید داسې پېښه وشي او هېڅ دلیل ورته نه وینو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کیوبا چارواکي ټینګار کوي چې په واشنګټن سره د خبرو په جریان کې د رژیم د جوړښت، مشرتابه یا غړو د بدلون په اړه هېڅ مذاکره نه کېږي. د ډي‌کُسیو په وینا، د رژیم بدلول په هیڅ ډول د هاوانا او واشنګټن د مذاکراتو اجنډا کې نه دی.

په ورته وخت کې، د امریکا د جنوبي امریکا د ځواکونو لوړپوړي قوماندان تېره پنجشنبه قانون جوړونکو ته وویل چې امریکایي پوځ د کیوبا د برید لپاره تمرین کوي او یا د دې جزیرې د نیولو فعال پلان نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام