Asset 1SWN

کرېستال پالاس د لومړي ځل لپاره د اېف‌اې کپ اتلولي وګټله

2025-05-17T180546Z_1197768506_UP1EL5H1E9K9A_RTRMADP_3_SOCCER-ENGLAND-CRY-MCI-REPORT-1747505648

د انګلستان د اېف‌اې کپ فوټبال لیګ په پای‌لوبه کې کرېستال پالاس لوبډلې منچسټر سیټي ته ۱-۰ په پایلې سره ماته ورکړه او په خپل تاریخ کې یې، د لومړي ځل لپاره د یاد جام اتلولي وګټله.

کرېستال پالاس له دې وړاندې دوه ځلې له منچسټرسیټي سره د یاد جام پای‌لوبې ته وتلې وه، خو دواړه ځلې د سیټي پروړاندې له ماتې سره مخ شوې وه.

د کرېستال پالاس لپاره په دغه لوبه کې اېبرچي اېزي د سیالي په ۱۶مه دقیقه کې ګول‌وهنه وکړه او په همدې یوه ګول یې، بریا خپله کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


منچسترسیټي لوبډلې که څه هم دغه جام ۷ ځلې ګټلی، خو بېګاه یې، د کرېستال پالاس پروړاندې هڅې بې‌پایلې وې او د دویم پرله‌پسې کال لپاره یې، دغه جام له لاسه ورکړ.

کرېستال پالاس که څه هم دغه اتلولي وګټله، خو د منچسترسیتي لوبډلې پر وړاندې کمزورې لوبډله بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام