د افغانستان کرېکټ بورډ کابل کې د پاکستان د بېګانۍ شپې مرګونی برید غندلی او دا یې ستر جایت بللی دی.
کرېکټ بورډ نن سهشنبه، کب ۲۶مه، پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې پاکستان ستر جنایت کړی او د سلګونو کسانو ژوند یې، اخیستی دی.
کرېکټ بورډ لیکلي: «له شک پرته د پاکستان رژیم د روژې مبارکې میاشتې د قدر په شپې یو ستر جنایت ترسره کړی دی او د سلګونه کسانو ژوند یې اخیستی دی چې نړۍ باید پرې غلې پاتې نه شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت د چارواکو په وینا، پاکستان بېګاه شپه د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون هوايي برید کړی چې له امله یې، تر دې مهاله ۴۰۰ کسان شهیدان شوي او ګڼشمېر ټپیان دي.