د بلخ ولایت ځايي مسوولان وايي، د نږدې ۵ میلیون افغانیو په لګښت یې د کرکټ لوبغالي جوړولو چارې پیل کړي.
بلخ ولایت کې د کرکټ بورډ ځايي مسوول حمدالله ثابت وویل، د کرکټ لوبغالي جوړولو عملي چارې تېره ورځ (دوشنبه، قوس ۱۷) مزارشریف ښار کې په ۱۴.۵ جریب ځمکه کې پیل شوې.
هغه وویل، پر دغې پروژې ۴.۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې ۸ میاشتو کې بشپړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه کرکټ لوبغالي لګښت د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ورکول کیږي.
دغه پروژه کې د کرکټ میدان هوارول، د ویکټو، اوبو لګولو شبکې او کانالیزاسیون جوړول او د چمن زرغونول شاملیږي.
بلخ کې داسې مهال د کرکټ لوبغالي جوړولو چارې پیلیږي چې تر دې وړاندې دغه ولایت کې د کرکټ لوبغاړو د معیاري لوبغالي له نهشتوالي شکایت درلود.