د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالي کې د یوه سربند د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست رییس ملا محمداسماعیل اخندازده وايي چې د اوبو دغه سربند د برهکيبرک ولسوالي په «یحیی» سیمه کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کي جوړېږي چې له پرانېستې سره به یې زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
اخندزاده زیاته کړه، چې په یاده پروژه کې د ۴۱ متره په اوږدوالي سربند او نورې اړینې برخې شاملې دي چې د کار په جریان کې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د یادې پروژې پیل مراسمو ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، د اوبو مدیریت برخه کې ورته پروژې عملي کول ځانګړی اهمیت لري او له ځایي اوسېونکو یې وغوښتل چې د یادې پروژې په عملي کېدو کې له مسوولانو سره همکاري وکړي.
هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ هم د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د ۱۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت په څرخ ولسوالي کې د یوه لوي سربند د جوړېدو چارې پيل شوې دي.