Asset 1SWN

پکتيکا کې په ۶.۵ ميليونه افغانۍ د یوه مسلخ د جوړېدو چارې پيل شوې

9b04aab9-0fd4-4beb-ab20-6bd140bcd97b

پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره په ۶.۵ میلیونه افغانۍ د یوه معیاري مسلخ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پکتيکا ولايت مقام څخه نن « چهارشنبه، وږي ۲۸مه» سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه مسلخ د ښرنې ښاروالي ریاست په مالي لګښت جوړېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت له قوله راغلي چې مسلخ خلکو ته له ناروغیو د پاکې غوښې وړاندې‌کولو او د ښار پاک ساتلو او ناروغیو مخنیوي برخه کې اړین دی.

د مرستيال والي په خبره، د یاد مسلخ پر جوړېدو شپږ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالي ریاست له بودیجې څخه ورکول کېږي او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې ياد مسلخ د ښرنې ښار يوه څنډه کې په ۲۰۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي چې په بشپړېدو سره به يې ټول مالونه په ياد مسلخ کې حلال او غوښه به یې، بازار ته د پلور لپاره وړاندې کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام