د غزني د عامې روغتیا رییس زرک رنځورمل وايي، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالي په انګوري سیمه کې د یوه پرمختللي کلینیک د رغولو چارې پیل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاد کلینیک چې درې پوړه او ۳۰ خونې به ولري، ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او پیسې یې هم د جاغوري ولسوالي د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.
د غزني د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، د یوشمېر نورو کلینیکونو د رغولو چارې چې پیسې یې لګښت یې د غزني اوسېدونکي ورکوي، ۹۵ سلنه سر ته رسېدلې دي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په تېره لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو، ډاکټرانو او درملو نه موجودیت یا کموالی هغه ستونزه ده چې ګڼشمېر افغان ورسره لاس او ګرېوان دي.