Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې په ۶۰۰ زره ډالرو د ۱۵روغتیایي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

7b81e230-92be-45e8-a7b9-217f745464f8

د روزګان روغتیايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ۶۰۰زره امریکايي ډالرو د ۱۵ روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د روزګان د عا مې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې تر یوه بریده حل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «نن ورځ مو د ۱۵ روغتیايي مرکزونو د ودانیو د جوړېدو ډبره کېښوده چې ټول لګښت یې ۶۰۰ زره امریکایې ډالره کېږي. د دغو روغتونونو پر جوړېدو سره به د روزګان د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره حل شي.

روحاني ټينګار وکړ چې دغه روغتیايي مرکزونه به ترینکوټ ښار او ولسوالیو په هغو سیمو کې جوړېږي چې مخکې په‌کې مرکزونو شتون نه‌درلود او اوسېدونکي یې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روزګان یو‌شمېر اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د ۱۵ روغتونونو پر جوړېدو خوښ دي او له مسوولانو غواړي چې دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام