Asset 1SWN

ګيان کې په نږدې ۶میلیونه ډالرو زلزله‌ځپلو ته د کورونو د جوړېدو چارې پيل شوې

IMG-20240808-WA0059

د پکتیکا ولایت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري یا «UNHCR » په مالي مرسته ګيان ولسوالي کې زلزله‌ځپلو ته د ۱۰۰۰ کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

خبرپاڼه کې د ولايت مقام د دفتر رییس محمد ابراهیم اغا له قوله ليکل شوي چې په يادو کورونو ټول پنځه ميليونه او ۸۰۰زره امريکايي ډالر لګښت راځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه همداراز زياتوي چې هر کور کې دوه کوټې، اشپزخانه او یو تشناب لري چې جوړېدو لپاره يې، هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ امريکايي ډالر په نغدي ډول ورکړل شوې، څو خپل کورونه پرې جوړ کړي.

ګيان ولسوالي اوخوا دوه کاله وړاندې يوې زوروې زلزلې ولړزوله چې سلګونه کسانو په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ترڅنګ يې، په سلګونه د هستوګنې کورونه هم ویجاړ شوې دي.

د يادو کورونو پر جوړېدو سره به تر ډېره بريده، د ګيان د اوسېدونکو د سرپناه ستونزه حل شي.

خبرپاڼه کې ويل چې د یادې ولسوالي اوسېدونکو د سرپناه په برخه کې له يادو مرستو مننه وکړه او له مسوولانو يې، په بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په تېرو شاوخوا دوه‌ کلونو کې په ګيان ولسوالي کې د بېلابېل نړيوالو موسسو او بنسټونو په مرسته هم سلګونه کورونه جوړ شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام