د غزني یوشمېر هغه مېرمنې چې وزن یې ډېر دی، وايي، که څه هم دوی د وزن کمېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بېپایلې وې او له لوړ وزن ځورېږي.
نازیه او سمیر چې لوړ وزن لري، سلاموطندار ته وویل، د وزن کمښت لپاره یې، بېلابېلې لارې وازمایلې، خو بېپایلې وې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نازیه وویل: «۳۵کلنه یم؛ پنځه کاله کېږي چې واده مې کړی؛ درې کاله کېږي چې ورځ تر بلې چاقېږم؛ که څه هم د شپې رژیم اخلم، بیا هم چاقېږم او دا مې ځوروي. که تاسو حل لاره لرئ، نو مهرباني وکړئ، موږ ته یې ووایئ.»
سمیرا هم وویل: «د دویم ماشوم له زېږون وروسته راته چاقي پیدا شوه؛ هره میاشت مې وزن ډېرېږي؛ تېرکال په پرتله سږکال مې وزن ډېر دی، پښو مې درد پیدا کړی؛ هر کار چې کوم، ژر ستړې کېږم؛ انرژي مې کمه ده؛ د ورزش لپاره هم ځای نهلرم.»
مریم هم له لوړ وزن ځورېږي. دا وايي چې د وزن کمېدو لپاره درملو ته لاسرسی نهلري. «څو وارې ډاکټر ته ورغلم چې د ډنګرېدو لپاره راته درمل راکړي؛ خو درمل یې نشته؛ کابل کې مې چې له یوه ډاکټر ګولۍ اخیستې وې، کار یې ورنکړ. خپله هم چاقۍ کې راحته نهیم او وزن مې ډېر زیات دی؛ کورنۍ کې د ټولو وزن ډېر دی؛ نه پوهېږم ارثي دی، که څنګه؟
غزني کې یوه ډاکټر محمداشرف صاحبزاده وویل چې د نارینه په پرتله ښځې ژر وزن اخلي چې بېلابېل لاملونه لري.
هغه وویل: «لومړۍ کټګوري ښايي هورموني بدلون وي؛ دویمه کټګوري کولای شي، پيسياو وي چې یو ډول تکلیف دی او درېیم لامل یې هم ناسمه تغذیه ده چې ډېر خوراک او کم تحرک دی. دا د چاقۍ لامل کېدای شي. هغه مېرمنې چې عقیمې وي، دوی ډېر د چاقۍ خطر سره مخ دي. مناسب خواړه، همداراز له شحمیاتو تش خواړه او کم خواړه وخوري او سهار دې پیاده تګ وکړي، منډې دې وکړي، ازاد حرکات دې کور کې وکړي.»
د یادونې وړ ده چې نارینهوو هم د لوړ وزن سره مخ کېدای شي؛ خو مېرمنې د زېږون او د فیزیکي فعالیتونو نشتون له امله تر ډېره له دې ناروغۍ سره مخ دي.