Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوربند پیل؛ حماس ۲۴ او اسراییلو ۳۹ بندیان خوشې کړي

2023-11-24T155751Z_302368724_RC2FJ4ADDQ5B_RTRMADP_3_ISRAEL-PALESTINIANS-HOSTAGES-1700841701

د اسراییل او حماس ترمنځ له نږدې اوو اوونیو جګړې وروسته د شوي څلور ورځني اوربند په لړ کې دواړو لوریو یو‌شمېر بندیان خوشې کړې دي.

حماس ډلې د اوربند په لومړۍ ورځ ۲۴ یرغمل شوي کسان خوشې کړي او اسراییلو بیا د دغه هېواد له بند‌خونو ۳۹ فلسطیني وګړي ازاد کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري «جمعه نومبر ۲۴مه» ویلي چې د حماس له‌خوا په خوشې شویو کسانو کې ۱۳ اسراییلیان، لس ټایلنډي وکړي او یو فلیپینی شامل دي.

الجزیرې خبري شبکې «جمعه نومبر ۲۴مه» یوه راپور کې د سره نړیوالې کمېټې له قوله ویلي چې دغه ۲۴ بندیان په خوندي توګه ازاد شوي دي. ای‌‌سي‌ارسي‌ پر اېکس لیکلي: «د ۲۴ بندیانو د خوندي ازادېدو له تایید خوشحاله یوو.»

د اسراییلو پوڅ هم منلې چې ازاد شوي بندیان وررسېدلي او خپلو کورنیو سره تر یوځای کېدو مخکې به یې د روغتیايي وضعیت ډاد لپاره معاینات ترسره شي.

په ورته مهال قطر چې د دې اوربند منځګړیتوب کوي، ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون د اسراییلو له زندانونو ۳۹ فلسطیني وګړي خوشې شوې دي.

د قطر په منځګړیتوب د شوي اوربند پر مهال به حماس ډله به د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ یرغمل شوي کسان خوشې کوي او په ځواب کې به یې اسراییل د دغه هېواد له بند‌خونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵۰ کسان ازاد کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

حماس د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ناڅاپي برید پر مهال څه باندې ۱۲۰۰ کسان ووژل او نږدې ۲۵۰ کسان یې له ځان سره بوتلل چې غبرګون کې یې اسراییلو پر غزې پراخ بریدونه پیل کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام