Asset 1SWN

کندوز کې اقلیمي بدلون د پنبې پر حاصلاتو منفي اغېز کړی

eb2436e7-b7f3-4b52-b0c2-44eb53c67291

د چاپیریالي بحرانونو له زیاتېدو سره هم مهاله، په کندوز کې یوشمېر کروندګر وايي، اقلیمي بدلونونه، د اوبو کمښت او نباتي ناروغیو او افتونو زیاتېدل د دې لامل شوي چې د پنبې په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي.

د کندوز اوسېدونکی وحیدالله چې پر کرنه بوخت دی، سلام‌وطندار ته وايي، د روان کال حاصلات يې د تېرکال پرتله کم شوي دي. نوموړی اقلیمي بدلونونه په خپله کرونده کې د پنبې حاصل د کموالي لامل ګڼي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وايي: «ما پر نږدې درې نیم جریبه ځمکه پنبه کرلې او له یوه جریب ۲۵منه، ۳۰منه تر ۳۵ منه حاصل مې اخیستي، سږکال تېرکال ته په پرتله، د پنبې حاصل کم دي، اب او هوا پرې اغېز کړی.»

په کندوز کې د پنبې دوه نور کروندګر مجیب الله او جاوید وايي، د اوبو ناسم وېش، نباتي ناروغۍ، افتونه او اقلیمي بدلونونه په دغه ولایت کې د پنبې حاصلاتو د کمېدو لاملونه دي. هغوی له کرنې ریاست غواړي چې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

مجیب‌الله وویل: «وه سل په سلو کې اقلیمي بدلون دی. تېرکال اب او هوا ښه وه، ښه حاصلات مو درلودل، سږکال اب او هوا نامنظه ده، یک ځلې باران کېږي او بل وار توپان راځي او خاورې وي، دا لامل شوي چې پنبه ښه حاصل ورنه‌کړي؛ له بده‌مرغه کافي اوبه نشته، اوبه هم په سمه توګه نه‌وېشل کېږي.»

جاوېد هم وویل: «له کرنې ریاست څخه مې غوښتنه دا ده چې د پنبې کرلو برخه کې راسره په مسلکي توګه مرسته وکړي. ورکشابونه جوړ کړي دې برخو کې، څو وکولای شو  چې پنبه ښه وکرو او ښه حاصل ترلاسه کړو.»

بل لور ته، په کندوز کې د چاپیریالي مسایلو متخصص محمد ابراهیم صمدي وايي، اقلیمي بدلونونو نه یوازې د کرنې پر سکټور بلکې د خلکو د ژوند په هره برخه يې اغیز کړی.

نوموړی وايي: «د هوا ککړتیا اقلیمي بدلون رامنځته کوي، دوامداره د هوا ککړتیا، لکه د خښتو بټۍ، حمامونه، لوګی تولیدونکي موټر، لامل کېږي چې اقلیم بدل شي، ځکه دا لوګی فضا ته ځي او شدید بارانونه کېږي چې دا د همدې موضوع لامل کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله د پوهنتون استاد او د کرنې متخصص خلیل الله خلیق له کروندګرو غواړي چې د کښت د وخت توپیرونه باید په نظر کې ولري او د اقلیمي بدلونونو د زیانونو د مخنیوي لپاره دې د کرنې له متخصصینو سره مشورې وکړي.

هغه وویل: «د کښت وخت مهم دی چې حاصلاتو باندې مستقیم اغېز لري او د کښت په اړه هم باید له متخصصینو سره مشوره وشي. د کښت وخت یوه ورځ، دوه ورځې او پنځه ورځې توپیر لري چې پر حاصلاتو اغېز کوي او باید پام ورته وشي چې په کوم تاریخ او ورځې وکرل شي چې د پنبې کښت زیات شي.»

د کندو ز د کرنې ریاست د ترویج عمومي مدیر فرید الله توتاخېل وايي، روان کال په دغه ولایت کې پر ۴ زره و ۹۵۵ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې چې ۱۰ زره (۴۰۵،۶) ټنه د پنبې حاصل ترې راټول شوی دی.

نوموړی زیاتوي، پنبه د هغو نباتاتو له ډلې څخه ده چې اقلیمي بدلونونه پرې مستقیم اغیز کوي.

هغه وویل: «پنبه هم له هغو نباتاتو ده چې اقلیم پرې اغېز لري او حاصلات یې، سږکال کم شوي. د کندوز کرنې ریاست او د کرنې ترویج همکاران د اقلیمي بدلون او اغېزو په اړه کرنیز سکټور ته لارښوونې رسولي او لازمې او تخنیکي مشورې یې ورکړي، چې له ډلې یې، ناروغیو او افتونو سره مبارزه کول د یادونې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ویلو ده چې اقلیمي بدلونونو پر کرنیز سکټور ناوړه اغیز کړی او  کروندګر په دې برخه کې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام