دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د هېواد په سطحه د سېلابونو راوتلو او د زیانونو اړولو کچه یې د پام وړ زیاته شوې.
په کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې هم دغې موضوع بنسټیزو تاسیساتو ته زیانونه اړولي او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی چې له امله یې د ټولنې د چمتووالي او د خبرداري سیستمونو د اغېزمنتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
په ټوله کې، اقلیمي بدلون په ځانګړي ډول د هوا د تودوخې زیاتوالی، د ناڅاپي ورښتونو شدت او د موسمي ورښتونو د بڼې بدلون، د ناڅاپي سېلابونو د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.
نړیوالې څېړنې ښيي چې په غرنیو سیمو کې د سختو ورښتونو او د واورو او یخچالونو د چټک ویلې کېدو یوځای کېدل کولی شي ډېر حجم او چټک جریان لرونکي سېلابونه رامنځته کړي، چې پلونه، لارې او کرنیزې ځمکې ویجاړوي.
د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی شمریز وایي چې د ۱۴۰۴ کال د حمل، ثور، سرطان او حوت میاشتو په سېلابونو کې زیانمن شوی.
«دې وروستیو سېلابونو کې زموږ ځمکې، باغونه او کورونه ویجاړ شول، دېوالونه مو ونړېدل او د مېوو یوه برخه هم له منځه لاړه. موږ ته هېڅ ډول له مخکې خبر نهو راکړل شوی. زما په اند، اقلیمي بدلونونه لامل شوي چې سېلابونه په خپل مناسب وخت را نهشي او د هوا تودوخه هم د یخچالونو د ویلې کېدو سبب شوې. حکومت باید له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي، استنادي دېوالونه جوړ کړي، د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي او د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکړي.»
په همدې حال کې، د پنجشیر اوسېدونکی قمرالدین چې د طبیعي پېښو له زیانمن شوی وایي چې د سېلابونو راوتلو نه یوازې سړکونه او د اوبو بندونه ویجاړ کړي، بلکې دغه فکر یې هم غښتلی کړی چې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې تګلارو جوړولو ته اړتیا ده.
«د غیرمعیاري خټینو کورونو ویجاړېدل، د کرنیزو ځمکو له منځه تلل، د څارویو لکه وزو او غواوو تلف کېدل، د پلچکونو، سړکونو او د اوبو کانالونو ویجاړېدل د سېلابونو له پایلو څخه دي. د کورنیو لوړو سیمو ته انتقال، د سیند له غاړې د څارویو لرې کول، د سېلاب په لاره کې د ودانیزو کارونو مخنیوی، د ځنګلونو بیارغونه، د ونو د پرې کېدو مخنیوی، د مخکیني خبرداري سیستم رامنځته کول او د خطر د مدیریت په اړه د خلکو روزنه اغېزمنې حللارې دي.»
په همدې حال کې، د چاپېریال برخې کارپوه عزیزآقا عزیزي وایي چې په غرنیو سیمو کې ناڅاپي سېلابونه عموماً د لنډمهالو خو سختو ورښتونو، د نباتي پوښ د کمښت او د خاورې د لهمنځه تلو له امله رامنځته کېږي، خو اقلیمي بدلونونو دا عوامل لا پسې پیاوړي کړي.
د هغه په باور، د تودوخې زیاتوالی او غیرمنظمو ورښتونو د ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال په څرګنده توګه لوړ کړی.
«لنډمهاله خو سخت ورښتونه چې ناڅاپه رامنځته کېږي، د واورو او یخچالونو د چټک ویلې کېدو سبب کېږي. د تودوخې زیاتوالی کولی شي اوبه په ډېر لږ وخت کې راوبهوي او تبخیر هم زیات کړي. طبیعي شرایط، جغرافیه (توپوګرافي) او اقلیم باید په دقیقه توګه وڅېړل شي. هغه اقلیمي بدلونونه چې موږ یې هره ورځ شاهدان یو، له انساني مداخلاتو سره یوځای په دې بهیر کې ډېر مهم رول لري.»
دې سره، د پنجشیر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محبالله جاهد وایي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، غبرګون او د احتمالي خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي:
«موږ تدابیري پلانونه لرو چې سکتوري ادارې په کې ښکېلې دي. مؤسسات هم له موږ سره همکاري کوي چې د پېښو په صورت کې امکانات برابر کړي. د وقایې او د خطر د کمولو په برخه کې د پوهاوي کارونه شوي. پنجشیر ډېر غرنی او زیانمنونکی دی او بنسټیز تاسیسات یې په اسانۍ سره د پېښو له امله زیانمنېږي. تېر کال موږ وتوانېدو چې د سیند غاړو د ټینګښت، د سیلابلارو او د سیند د بستر پاکولو ګڼې پروژې پلې کړو. سره له دې، په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې ټیټوالی او ان وچکالي هم لیدل شوې.»
د کارپوهانو په باور، د اقلیمي بدلون تر سیوري لاندې ناڅاپي سېلابونو سره مبارزه هراړخیزې او شرایطو سره سمون لرونکې تګلارې ته اړتیا لري.
د بنسټیزو تاسیساتو پیاوړتیا، عامه پوهاوی، د مخکیني خبرداري سیستمونو جوړول، د اوبو د حوزو علمي مدیریت او ځینې نور هغه اقدامات دي چې کولی شي خطرونه راکم کړي.