Asset 1SWN

د چین بایډ موټرجوړولو شرکت ټایلنډ کې د برښنايي موټر څانګه پرانېستله

a9ae5353-byd-seal-1

د چین د برښنايي موټر جوړونې «بایډ» شرکت په ټایلنډ کې د دې شرکت نوې څانګه پرانېستله.

دا په سوېل‌‌ختیځه اسیا کې د برښنايي موټر جوړولو لومړنی شرکت دی چې پرانېستل کېږي او ورسره دې سیمه کې د برښنايي موټرو بازار د ودې لامل به شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بایډ شرکت اجراییه رییس وانګ چوانفو د دې څانګې پرانیستې مراسمو ته وویل: «ټایلنډ د برښنايي موټرو پلور او ودې برخه کې ښه راتلونکې لري او دامهال د نویو برښنايي موټرو د دورې ننوتلو په حال کې ده. موږ به له چین څخه ټایلنډ ته نوې ټکنالوژي راوړوو.»

ټایلنډ کې د بایډ کمپۍ څانګې پرانېستل د هغې پانګونې د یوې برخې په توګه ده چې ارزښت یې ۱.۴۴ میلیارډ ډالرو ته رسېږي.

دغه پانګونه د چین حکومت په همکاري او دغه هېواد کې د برښنايي موټرو تولیدونکو شرکتونو او مالیاتي هڅوونکو له‌خوا کېږي.

ټایلنډ د برښنايي موټرو د تولید پر یوه لوی مرکز بدل شوی چې له کلونو راهیسې د جاپاني ټویوټا، هونډا او ایسوزو موټرو تولیدي شرکتونو له‌خوا په‌کې موټر تولیدېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټایلنډ پلان لري چې تر ۲۰۳۰کاله د تولیدېدونکو ۲.۵ میلیونه موټرو ۳۰سلنه برخه برښنايي موټرو ته واړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام