د هرات محلي مسوولان وايي چې د چین له لوري د دغه ولایت زلزلهځپلیو سره د ۳۶۰ ټُنه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې چې یوه برخه یې دغه ولایت ته رسېدلې ده.
د مسوولانو په وینا، د شوې مرستې یوه برخه بېګاه دغه ولایت ته رسېدلې او پاتې یې د تورغونډۍ بندر له لارې دغه ولایت ته پر لاره ده.
په مرسته کې خوراکي توکي، درمل او جامې شاملې دي چې ۱۲ کانټینره دغه ولایت ته رسېدلي او پاتې ۲۹ کانټیرونه نن د تورغونډۍ بندر له لارې دغه ولایت ته لېږدول شوې دي.
یادې مرستې به د دغه ولایت زلزلهځپلیو باندې ووېشل شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
چین داسې مهال دغه ولایت کې زلزلهځپلیو سره مرستې کوي چې د مسوولانو په وینا، له دې وړاندې ایران، ترکمنستان، ترکیې او یوشمېر نورو هېوادونو هم زلزلهځپلیو سره مرستې کړې دي.