د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو چکډېمونو او یوشمېر نورو پروژو د جوړېدو چارې پیل کړې دي.
د یادو پروژو د جوړېدو د چارو پرانېسته پرون «جمعه، مرغومې لومړۍ» نېټه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست او یوشمېر نورو چارواکو لهخوا شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د مسوولانو په وینا، د پکتيا زرمت، روحاني بابا او سيدکرم ولسواليو کې د درېوو چکډېمونو د جوړېدو چارې په رسمي توکه پیل شوې.
د یاد وزارت سرپرست محمديونس اخندزاده د یاد ولايت زرمت ولسوالي کې د مکاوې سيمه کې د يوه چکډېم د جوړېدو د چارو پيل مراسمو پر مهال وويل چې د ځینو ولایتونو په ولسوالیو کې به د اوبو چکډېم هم جوړ کړي.
نوموړي وویل: «د امارت فيصله دا وه چې هېواد کې په هره ولسوالي کې يو-يو چکډېم جوړ شي چې ټولې ۴۲۰ ولسوالي راځي، دا ۴۲۰ ولسوالي په درېوو وزارتونو تقسيم شوي چې ۱۳ ولايتونه چې ۱۴۰ څلوېښت ولسوالي کېږي، دا انکشاف دهات ته ورکړل شوي دي. نن ورځ مو پکتيا چې درې چکډيمونو قرارداد شوي او افتتاح مو يې وکړه او په نورو ولسواليو د پکتيا کې به هم نورې پروژې تر ډيزاين لاندې دي. چکډيمونه يا يې بديل د چک ډيمونو يا به سربندونه جوړ شي يا کانالونه به ورته جوړ شي.»
په ورته وخت کې د زرمت ولسوالي د مکاوې سیمې اوسېدونکي د ياد چکډېم د چارو پيل ته خوښ دي. د يادې سيمې اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي چې سيمه کې یې يوازې سږ کال د ځمکې لاندې اوبو کچه تر اته مترو ښکته شوې او خلک د ځمکو خړوبولو برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د مکاوې سیمې یوه اوسېدونکي نورمحمد وویل: «زموږ اوبه ښکته روانې دي. په دا يوکال کې زموږ اوبه اوه يا اته متره ښکته شوې. زه د دې ټولو خلکو څخه زيات خوشحاله يم چې نن ورځ موږ ته دغه بند تړي. دا به موږ ته د څښاک اوبه برابرې کړي. څښاک اوبه هم ښکته روانې دي. که دا چکډېمونه ونهتړل شي، سبا ته موږ ته د څښاک اوبه هم نهشي رسېدلی او د څښاک اوبه هم نهلرو.»
څه موده وړاندې د پکتيا سيندیزې فرعي حوزې مسوولانو سلاموطندار ته ويلي وو چې پکتيا کې ۳۰سلنه د پاکو اوبو کاريزونو وچ شوي او تر پنځوس سلنې د اوبو چينې هم لهمنځه تللې دي.