غور کې ډاکټران: مېرمنې باید د تخم‌دان کیست ناروغي نښې جدي ونیسي

غور کې ډاکټران وايي چې مېرمنو کې د «تخمدان کیست» عامه ناروغي ده چې پر تخم‌دان  او د تخم‌دان دننه رامنځته کېږي. په ځانګړي ډول د اومېندوارۍ پرمهال د هر عمر کچې مېرمنې ورسره مخ شي.

د نسايي-ولادي برخې ډاکټره فریبا مشفق سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې ناروغي نښې او نښانې د غېټې لاندې درد، د خېټې نفخ، د میاشتني عادت بې‌نظمي، خون‌ریزي او د پښو دردونه دي.

کابل کې یوه ځوان په ۱۵۰زره ډالرو پانګونې سره مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

کله چې اړتیا ډېره شي، شکایتونه پورته کېږي، خو بلخ کې یوه ځوان له وزګارتیا او ننګونو سره سره د مبارزې لار خپله کړې او غواړي د ښکلا او جلدي برخه کې د بریالیتوب لوړو څـوکو ته ورسېږي.

عبدالرحمن شیرزاد چې ۳۱کاله عمر لري، کابل کې د بلاویتا په نوم د خرڅلاو ځای په ۱۵۰زره امریکايي ډالرو جوړ کړی دی.

نه‌ختمېدونکی درد؛ هغه ښځه چې شل کاله یې د کورنۍ سرپرستي کړې

په مستعار نوم نسترن له ۲۰ کلونو راهیسې نه یوازې د یوې ښځې په توګه، بلکې د یوه نارینه په شان د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه اخیستې او د ژوند په خوښیو او ستونزو کې د خپلو ماشومانو یوازینۍ ملاتړې پاتې شوې.
هغې نه یوازې د خپل خاوند د نشتوالي درد زغملی، بلکې د ټولنیزو نابرابریو او د خلکو له ځورونکو نظرونو سره هم مخ شوې ده.

له کوره تر کروندې؛ کندز کې د کروندګرې میرمنې له کړاو ډک ژوند

د کندز اوسېدونکې فوزیه په تڼاکو لاسونو او لمر وهلې څېرې هره ورځ د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ او ډېر کار لپاره له کومې ستړیا پرته خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه ۳۳ کلنه ده او ژوند یې له هڅو، صبر او استقامت څخه ډک دی.
فوزیه چې په کومه ځمکه کې کرکیله کوي، د هغې نه‌ده، خو له ۱۱ کلونو راهیسې یې په ټول توان زیار ته دوام ورکړی.

۱۴۶۷ ورځې له زده‌کړو بې‌‌برخې کېدل؛ د نجونو بې‌پایه محرومیت

د ۱۴۰۰م کال په اوړي کې واک ته د اسلامي امارت په بیاځلې رسېدو سره، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول او د شاوخوا ۱۴۶۷ ورځو په تېرېدو دغه محرومیت لا هم دوام لري، هغه محرومیت چې د یوشمېر نجونو زده‌کوونکو په وینا، د هغوی رواني روغتیا ته یې زیان رسولی او انزوا سره یې مخ کړي.

اقتصادي کارپوهان: افغانستان کې د نړیوالو مرستو اغېزمنتیا پلان ته اړتیا لري

د روان کال له پیل راهیسې د متحده ایالاتو د مرستو د بندیدو، د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستندېدو او د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په ترڅ کې، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.

ځینې مرسته کوونکې هېوادونه، هېواد کې د واکمنو چارواکو د مداخلې د اندیښنو له امله، د بشري مرستو د دوام په اړه کم لېواله شوي دي.

۵۰ کاله جزيي پرمختګونه او سختې ماتې؛ افغانستان کې د ښځو د ژوند داستان

سلام‌وطندار تېرو ۵۰ کلونو کې د ښځو پر وضعیت د حکومتونو د رول څېړلو په موخه شنونکو سره مرکې کړي.
پایلې ښي، له مشروطه شاهي او د داوود خان له جمهوریته نیولې، تر کمونستي رژيم، د مجاهدینو تر کورنۍ جګړې، د اسلامي امارت د دوو دورو او جمهوري نظام پورې، ښځو تېرو ۵۰ کلونو کې لنډمهاله هیلې او دردناک شاتګ تجربه کړی.

د رحم تومور؛ له هورموني بدلون د اومېندوارۍ تر ننګونو

د نسايي-ولادي برخې ډاکټران وايي چې د بلوغ پرمهال او د هورموني بدلونونو د رامنځته کېدو په ځانګړي توګه د پروجسټرون هورمون چې د میاشتني عادت او اومېندوارۍ ته د رحم د تنظیمولو برخه کې مهمه ونډه لري، ځینو مواردو کې کولای شي چې په غیرطبیعي ډول د رحم جوړښتونو د ودې لامل شي چې ورته د رحم فیبروم «تومور» ویل کېږي.

پارک ته د تګ حق؛ مېرمنې تفریح د کورنیو یووالي لپاره مهمه بولي

یوشمېر مېرمنې وايي، د اپارتمانونو ژوند ګڼ محرومیتونه لري او د خپلې روغتیا لپاره اړینه بولي چې په مناسبو وختونو او وړ چاپېریالي شرایطو کې تفریح ځایونو ته د تګ حق ولري.
دوی وویل، د ذهني سکون او تفریح لپاره د وړ ځای نه‌شتون یې ذهني ناارامي نوره هم زیاته کړې او اړتیا ده چې تفریحي سیمو ته د تلو زمینه ورته برابره شي.

له خبریالۍ د ډېوو تر تولید؛ د یوې خبریالې د کار د بدلون کیسه

د یوې وړې کارخونې د مېز ترڅنګ ناسته ده؛ چېرې چې د هغې په لاس د جوړې شوې ډېوې نرمې لمبې د پارافین او رنګ خوږ بوی خپروي. سارا محمدي؛ هغه نجلۍ چې پخوا به یې په یوه تصویري رسنۍ کې د میز تر شا خلکو ته خبرونه وړاندې کول، اوس یې د زینتي شمعو جوړولو ته مخه کړې؛ هغه بدلون چې د ژوند د سختیو له امله رامنځته شوی.

افغانستان کې د «ښځو د پېرلو توان» د سروې بشپړ راپور

په دې سروې کې له ټول افغانستان ۱۰۴۵ ښځو ګډون کړی چې د مېرمنو ترمنځ د پېرلو توان، د سپما، د عواید سرچینو او اقتصادي محدودیتونور کره او هر اړخیز تصویر وړاندې کوي. موندنې ښيي چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال د مېرمنو د پېرلو توان کم شوی او اقتصادي ناورین پر کورنیو ناوړه اغېزې کړې دي.

د سلام‌وطندار د سروې پایلې؛ ۹۱سلنه ښځې د خپلو اړتیاوو د پوره‌کولو توان نه‌لري

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د سروې پایلې ښيي چې د سروې ۹۱سلنه ښځینه ګډونوالې، د خپلې او کورنۍ د اساسي اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

د سروې ۶۵.۱سلن بیا خپلې اساسي اړتیاوې برابرولی شي او ۲۶.۵سلنه هم په بشپړه توګه د دې وړتیا نه‌لري چې خپلې اړتیاوې برابرې کړي.

اسلامي امارت د حنفي فقې پر بنسټ د ښځو د تاوتریخوالي قضیې څېړي

د جزایي قوانینو په ځنډېدو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په لغوه کېدو سره، یو شمېر حقوق‌پوهان وایي، د سرپرست حکومت عدلي او قضایي بنسټونه د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي له قضیو سره د حنفي فقې او شرعي تعزیراتو پر بنسټ، چلند کوي؛ هغه کړنلاره چې د دوی په اند، تر یوه ځایه یې د قانون تشه ډکه کړې ده.

په دودیزو لارو چارو د نه‌اومیندواره کېدو درملنه؛ تخار کې د ښځو پټ درد

که څه هم نه‌اومیندواره کېدل د تخار د ډېرو مېرمنو لپاره یوه جدي اندېښنه ده، خو د پوهاوي نشتوالی، کورني فشارونه او دودیز باورونه لامل شوي چې ګڼ شمېر مېرمنې ډاکټر ته مراجعه ونه‌کړي او پر ځای یې د نوم‌‌اخیستلو او د بوټو درملو کارولو په څېر ناسمې او غیر علمي لارې غوره کړي؛ دغه کار ښځو ته د جسمي او رواني زیان لامل ګرځېدلی دی.