له مالي ملاتړ پرته راتلونکې؛ د ځوانانو ترمنځ د سپما دود نه‌دی بنسټیز شوی

سلام‌وطندار له یوشمېر ځوانانو سره د دوی په ژوند کې د «پیسو سپما» په اړه د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه ځوانان د اقتصادي ستونزو، د ژوند لوړو لګښتونو او نورو خنډونو له امله نه‌دي توانېږي چې سپما وکړي. د دې مرکې د ۵۰ ځوانانو له ډلې، ۲۷ یې، وايي، هېڅ سپما شوې پیسې نه‌لري.

له ماسټري تر ازاد شغله؛ افغانستان کې د کاربازار تریخ حقیقت

سلام‌وطندار له څلورهغو ځوانانو سره چې درې یې، ماسټري او یوه یې، د لېسانس تر کچې زده‌کړې کړي او اوس ازاد کاروبار لري، مرکې کړې دي.

د پروان اوسېدونکی عبدالرب رحیمي چې په ژبو او ادبیاتو برخه کې د لېسانس تر کچې لوړې زده‌کړې لري، وايي، د خپلې راتلونکې لپاره یې، په ډېره خواري زده‌کړې وکړې، خو اوس خیاطي کوي.

ملګري ملتونه: کورنی تاوتریخوالی د ښځو اروايي سلامتیا ګواښي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، د دغه بنسټ ارزونې ښيي چې په روان زېږدیز کال کې د افغانستان په ګډون، په ټولو هغو هېوادونو کې کورنی تاوتریخوالی ۵۰ سلنه زیات شوی چې له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کډوالۍ له ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

د افغان ښځو ستړی ژوند؛ کارګرانې د کار خاوندانو له ناوړه چلن او د حکومت له بې‌غورۍ سر ټکوي

په کابل کې له ۴۰ ښځینه کارګرانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ډېر او سخت کار، لږ تنخوا او د کاري خوندیتوب نه لرل هغه ننګونې دي چط دوی ورسره لاس او ګرېوان دي. دا ښځې رسمي قرارداد نه‌لري او په ورځني مزد د کابل په خیاطیو، شرکتونو او کارخونو کې کار کوي. دوی ټولې له خپلې تنخوا څخه ناخوښې دي.

پر نجونو د ځوانۍ دانو راختل؛ ډاکټران: بېلابېل لاملونه لري

یوشمېر ډاکټرانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د نجونو پر مخ د ځوانۍ دانې راخېژي. دوی اندېښنې، خپګان، موسمي بدلونونه، میاشتنۍ ناروغي، هورموني بدلونونه او د مناسبو خوړو نه کارول د دغو دانو راختلو اصلي لاملونه بولي. د ډاکټرانو په وینا، د ځوانۍ دانې تر ډېره پر هغو نجونو راخېژي چې له ۹ تر ۲۵ کلونو پورې عمر لري.

د بې‌پوله ډاکترانو ټولنه: تېرکال مو هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې

افغانستان کې د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې مسوولان وايي چې تېرکال یادې ټولنې په هلمند کې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې.

دغه څرګندونې د بې‌پوله ډاکترانو ټولنې د افغانستان مسوول میکایل لوپي، د یادې ټولنې د زون مسووله باربرا، ولایتي مسوول ارکین کسیکلي، د هلمند مرستیال والي سره په لیدنه کې کړي دي.

د ښځو پر کار بندیز؛ «له کله چې بې‌دندې یم، مور او پلار هم ارزښت نه راکوي»

یوشمېر افغان نجونې او ښځې وايي، په هېواد کې له وروستیو سیاسي بدلونونو او د ا.ا له‌خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لګېدو له کبله یې په کورنۍ او ټولنه کې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړی دی. سلام‌وطندار په دغه راپور کې له ۲۵ هغو نجونو او ښځو سره مرکې کړي چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. دوی ټولې په کورنۍ او ټولنه کې د خپل ځای د له لاسه ورکولو کیسې کوي.

یوشمېر ځوانان: د واده برابرېدو کې مو رویبار مهم رول درلود

سلام‌وطندار د ځوانانو ودونو کې د منځګړي رول ارزونې په موخه له ۵۵ ځوانانو سره مرکې کړې چې پایلې یې ښيي، منځګړي‌توب یا منځګړی د ځوانانو ودونو کې مهم رول لري. په دې راپور کې له ۵۵ ځوانانو سره مرکې شوي چې ۲۲ یې، متاهل او ۳۳ یې، مجرده دي.

یوشمېر مېرمنې: کم عمر کې زېږون د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق «UNFPA» له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې نړۍ کې هره ورځ شاوخوا ۲۰زره کم عمره مېرمنې زېږون کوي.

په راپور کې همداراز راغلي چې هر کال ۷۰زره تنکي ځوانان مخ پر ودې هېوادونو کې د اومېندوارۍ پرمهال د اختلاطاتو له امله مړه کېږي.

د سلام‌وطندار د سروې ۸۲سلنه ګډونوال: د الګو ټاکلو مو ژوند کې مثبت اغېز درلود

په دې نظرپوښتنه کې ۶۴۷ ځوانانو ګډون کړی چې ۳۷۰ یې، هلکان او ۲۷۷ یې، نجونې دي. ۸۴.۷ سلنه ګډونوالو ویلي چې ژوند کې یې، د ځان لپاره الګو ټاکلي دي. د دې سروې پایلې ښيي چې د ۷۷.۹سلنه ځوانانو الګو د دوی له لوري او۵۴.۹سلنه بیا مشهورې او پېژندل شوې څېرې د ځان لپاره د الګو په توګه ټاکلي دي.

یوشمېر لوستي ځوانان: د کسب زده‌کړې مو اقتصادي وده کې راسره مرسته کړې

سلام‌وطندار د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ځوانانو ژوند کې د حرفې زده‌کړې، د اغېزو ارزونې په موخه له ۳۴ ځوانانو سره مرکې کړې چې پایلې یې ښيي، هغه ځوانان چې د لوړو زده‌کړو ترڅنګ یې، حرفه هم زده‌کړې، بریالي او پايښت‌لرونکی اقتصاد لري.

لرې‌پرتو سیمو کې د قابلو کمښت؛ د مور او ماشوم ژوند ګواښ سره مخ دی

د هېواد یوشمېر لرې‌پرتو سیمو کې اومېندوارې مېرمنې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسي او د قابلو کمښت څخه شکایت کوي. یادې مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي، د روغتیایي خدمتونو نه‌شتون او یا هم کمښت د دوی او ماشونانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

کابل کې د کورونو لوړه کرایه؛ «غره کې دې کور وي، خو چې ارزنه وي»

سلام‌وطندار له یوشمېر هغو کسانو سره چې په کرایه اوسېږي او د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسوولانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال کابل کې د کورونو کرایه په کم‌سارې توګه لوړه شوې.په دې راپور کې له ۳۰ کسانو سره مرکې شوي، چې په کرایه اوسېږي.

فاریاب کې ښځینه خبریالانې: خپلې راتلونکې ته اندېښمنې یوو

فارياب کې د رسنيو یوشمېر ښځينه کارکوونکې او خبریالانې اقتصادي ستونزو، پر دوی د محدویتونو زیاتېدو او د کاري فرصتونو نشتون څخه شکایت کوي او وايي، د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.

دوی وویل، مسوولانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو تېرو کلونو په ځانګړې توګه دې وروستیو درېوو کلونو کې د دوی وضعیت ته هېڅ پام نه‌دی کړی.

رواني او اقتصادي ستونزې؛ خبریاله: د خلکو کورونو کې کار کولو ته اړ یم

یوشمېر ښځینه خبریالانې چې د وروستیو درېوو کلونو پرمهال وزګاره شوي او کورناسي ته اړ شوي، وايي، له بد اقتصادي او رواني وضعیت سره مخ دي. د جوزجان خبریاله نیلوفر نیلګون چې کار کاوه، خپلې او د کورنۍ اړتیاوې به یې، برابرولې، خو اوس وزګاره ده او د خپلو اړتیاوو برابرولو وس نه‌لري.