ننګرهار کې د ګرمۍ څپې او ناسم خوراکي رژیم ښځو ته ناروغۍ پیدا کړي

ننګرهار کې یوشمېر نجونې وايي چې د ګرمۍ، د برښنا نشتوالی، د خوړو ناسم رژيم او د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د ژوند فشارونو پر یو لړ ناروغیو اخته کړي دي.

دوی وايي چې د یادو فشارونو له کبله د فشار له ښکته‌کېدو، بې‌حالۍ، تبې، سرخوږۍ او فزيکي کمزورتیا سره شوي دي.

د ایران پوله کې د افغان مېرمنو کیسې؛ «اخاذي، سپکاوی او ترهګر یې بللو»

د اسراییل او ایران ترمنځ له نښتو وروسته، له ایرانه د افغان کډوالو جبري اېستل لړۍ چټکه شوې او تېرو شاوخوا دوو اونیو کې تر ۴ سوه زره ډېر افغانان هېواد ته راګرځول شوي.

سلام‌وطندار دغه راپور کې له ایرانه راستنو شویو ۲۰ ښځو سره مرکې کړي چې ۱۴ هغو ویلي، د اخراج پرمهال ورسره تاوتریخوالی شوی دی.

د مېرمنو د میراث حق؛ «کرایه کور کې یم او پلارګنۍ مې حق نه‌راکوي»

د کابل یوه څنډه کې ۲۷کلنه ګلالۍ د خپل ژوند کړاوونه شریکوي: «زه اوس په کرایه کور کې ژوند کوم. که خپلې کورنۍ زما لپاره د پلار میراث راکړی وای، نو کولای مې شوای چې کور وپلورم او ځانته یو ښایسته ژوند جوړ کړم. اوس زه په کرایه کور کې یم او پیسې هم نه‌لرم، خو کورنۍ مې نه مني چې زه ترې برخه واخلم.»

د نوریې صالحي کیسه؛ انجینیره چې په خط‌کش نه، په چټ‌جي‌بي‌ټي طرحې جوړوي

نوریه صالحي یم، د پولي‌تخنیک پوهنتون د انجینیري پوهنځي څخه فارغه شوې یم. اوس راته د انجینیري طرحو  ډیزاینول، د پخوا په څېر نه‌‌دي. زه اوس د چټ‌جي‌‌بي‌ټي په مرسته طرحې او ډیزاینونه جوړوم؛ نه په خط‌کش. دفتر مې اوس د الګوریتمونو او ډیجیټال مډلونو ډک دی، د حساب ماشین او د نقشو کښلو میز مې لرې کړی.

اسلام‌کلا کې د راستنېدونکو ګڼه‌ګوڼه؛ «اندېښمنه یم چې ماشومان به مې ناروغ شي»

 ۲۷کلنه شهناز له خپلو دوو ماشومانو سره له ایرانه ایستل شوې او دا مهال د هرات اسلام‌کلا کې په نه زغمل‌کېدونکې ګرمۍ کې، له امکاناتو او سرپناه پرته ژوند کوي.

هغه سلام‌وطندار ته وايي، نه‌پوهېږي چې چېرته لاړه شي او وېره لرېږي چې ماشومان به یې، د ګرمۍ او ګڼې‌ګوڼې له امله ناروغ شي.

شورچای؛ د بدخشان د اوسېدونکو د ورځني ژوند ساده، خو ځانګړی څښاک

د بدخشان په ډېری کورنیو کې هر سهار «شورچای» تیار او د یوې ځانګړې کلچې سره یوځای د دسترخوان ښکلا بلل کېږي.

د بدخشان اوسېدونکی فردوس عالمي وايي چې شورچای ساده څښاک نه‌دی، بلکې هغه خواړه/ څښاک دی چې د یادې سیمې اوسېدونکو له دسترخوان سره تړلی او له پخوا راهیسې دود دی.

د نړیوالو مرستو کمښت لومړنیو خدمتونو ته د افغان مېرمنو لاسرسی محدود کړی

دغه مېرمنې چې تر ډېره یې، د امریکا پراختیايي پروګرام، د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمانونو له لوري ملاتړ کېده، وايي، د یادو سازمانونو له‌خوا ترلاسه کېدونکې خوراکي او نورو مرستو سره یې، د ژوند اساسي اړتیاوې برابرېدې. د ۴۰ مېرمنو له ډلې یې، ۱۷ لاهم د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې له لوري مرستې ترلاسه کوي.

قرارداد په اړه نه‌پوهاوی؛ ښځینه کارکوونکې: د څو کسانو کار کوو

یوشمېر کارکوونکې مېرمنې وايي چې د کاري تړون اړوند حقوقو په تړاو کافي پوهاوی نه‌لري او دا چاره، کاري چاپېریال کې د دوی پر وړاندې د تبعیض، نابرابري او زیان لامل شوې ده. په ورته مهال یوشمېر مېرمنې له کاري قرارداد څخه د پوهاوي سربېره، کار ځای کې د تبعیض او جنسیتي نابرابري تجربه کړي دي

د کمپیوټر او موبایل ترمیم برخه کې د امنې د بریالیتوب کیسه

په داسې ټولنه کې چې د ښځو ونډه تر ډېره لاسي صنایعو او خیاطي پورې محدود ده، د کلي یوه ځوانه نجلۍ د ټکنالوژۍ برخه کې د ښځو وړتیا ښودلو لپاره لستوڼي بډوهلي دي.

هغې  د نورو په پرتله یوه بله لاره غوره کړې او د کارموندلو  پر ځای نورو ته د کار  برابرولو په لټه کې ده.

یوشمېر ښځې د لومړي ماشوم له زیږون وروسته خپګان سره مخ کیږي

یو شمېر ښځې د امیندوارۍ دورې له پایته رسېدو او د لومړي ماشوم له زېږون وروسته خپګان سره مخ کيږي.
له زېږون وروسته خپګان، یوه معمول ناروغي ده، خو ډېرې داسې مېرمنې شته چې د دغې ناروغي په اړه مالومات نه‌لري او یادونه یې د شرم وړ موضوع بولي.
د هرات اوسېدونکې ۲۸کلنه زهرا وايي، په ډېره مینه د خپل ماشوم زېږېدو ته په تمه وه، خو له زېږون وروسته، ژورو رواني بدلونونو سره مخ شوې ده.

افغانستان کې د ښځو ترمنځ د خپګان کچې څېړل

د روغتیا نړیوال سازمان د تعریف پر اساس، خپګان تر ټولو عامو رواني اختلالاتو څخه دی او خپګان د د اوږدمهال لپاره د خوښۍ او په زړه پورې فعالیتونو ترسره کولو لپاره د لیوالتیا له لاسه ورکولو په مانا دی.
خپګان یوه عامه او جدي رواني اختلال دی چې د یو شخص احساسات، فکرونه، چلند او ورځني فعالیت اغېزمنوي.

«د وېرې له امله د تاوتریخوالي پروړاندې غلې پاتې کېږو»

سلام‌وطندار ۱۲ ولایتونو کې له ۳۶ مېرمنو سره چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي، د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه مېرمنې د وېرې له امله خپل غږ نه‌ پورته کوي.

یادې مېرمنې وايي، د کورنۍ پاشېدو، اولادونو ته یې د زیان رسولو، د کورني تاوتریخوالي ډېروالي او له خاوند د جدا‌کېدو له وېرې یې، د تاوتریخوالي پر وړاندې خپل غږ نه‌دی پورته کړی.

کندوز کې یوه یتیمه نجلۍ له کلونو کورني بند وروسته ازاده شوه

د کندوز امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه یتیمه نجلۍ چې له کلونو راهیسې په یوه کور کې بندي وه، ازاده کړې ده.

د مسوولانو په وینا، دغه یتیمه نجلۍ د کندوز د امام‌ صاحب ولسوالي په اړوند سیمه کې له کلونو راپدېخوا بندي شوې وه چې د کشفي عملیاتو پرمهال له بنده ازاده شوې.

پنجشېر کې ښځې د لبنیاتو تولید کې مهم رول لري

د هېواد ډېری سیمو کې ښځې د ټولنې پرمختیا او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي. پنجشېر کې هم ښځې توانېدلي چې د لبنیاتو پروسس په برخه کې نارینه‌وو سره په همکارۍ، د کورنیو اقتصادي وده کې د پام وړ ونډه ولري.

دوی د بېلابېل ډوله محصولاتو په تولید سره نه یوازې د خپلو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو تامینولو سره مرسته کوي، بلکې د خپل ژوند شرایطو کې یې هم مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي دي.